کور / شعر / غزل

غزل

 يار مې په سترګو کښې خپل ځان لټوي
په يو جها ن کښې بل جهان لټوي
هر څۀ چې دي ،خو ټول زما په غم دي
څوک راته درد او څوک درمان لټوې
د عشق او مينې ،چې په قدر پوه شول
څوک درخا نۍ ، څوک ادم خان لټوي
خپله ئې خرڅه په بازار کړه پرون
پوزې د بل ته نن پېزوان لټوي
وائي ابليس پدې کوڅو کښې ګرزي
ډېوه په لاس دی ،او انسان لټوي
دا لېونتوب نه دی نو څۀ ئې بولې
په زمکه ناست دی پاس اسمان لټوي
چې ئې مجنون په کښې خوشحاله وليد
مين هم ځان ته بيابا ن لټوي
پښاور_ پښتونخواه_ ٢٧/٤/ ٢٠٠٩