کور / تازه خبرونه / نبي ساحل د خبر د ژر نه خپرېدو له امله څارنوالۍ ته وغوښتل سو

نبي ساحل د خبر د ژر نه خپرېدو له امله څارنوالۍ ته وغوښتل سو

 

د ملي راډيو تلويزون د خبري څانگي مسول نبي ساحل د ستري محکمې د يوه خبر د ځنډېدو له امله څارنوالۍ کسانو له پوښتنو ګروېږنو لپاره غوښتل سوی و .


څارنوالۍ ته د نوموړي د ورغوښتلو علت د هغي غونډي د خبر خپرېدو ځنډېدل و چي  دقاضي القضات په دفتر کي د غلام جيلاني پوپل ، حنيف اتمر او ځينو نورو چارواکو لخوا جوړه سوې وه ، نوموړې غونډه په دايکنډي کي د تيري مياشتي د يوه بريداو قاضي د وژل کېدو له امله جوړه سوې وه .


نبي ساحل وايي چي نوموړی خبر ناوخته ورته رسيدلی و ځکه د هغې ورځي د خبري سرويس څخه پاته سو، نوموړی وايي د څارنوالۍ لخوا پر وخت د نه حاضرېدو په صورت کي د دندي څخه د ګوښه کېدو ګواښ ورته سوی و ، کله چي څارنوالۍ ته حاضر سو د څارنوالانو له خوا له داسي پوښتنو ګروېږنو سره مخامخ سو چي له اصلي موضوع سره يې تړاو نه درلود ، نوموړی وايي څارنوالانو د يوه مجرم په توګه سوک ورسره کړی دی .


د اطلاعاتو فرهنګ وزارت وياند ويس ناصري په وينا د ستري محکمې دا کار غير قانوني وباله او زياته يې کړه چي دوی بايد د رسنيو څخه د سرغړوني کميسون کميسون ته خپله نيوکه سپارلې وای .


تر دې وړاندي هم يو شمېر چارواکي د خبريالانو او رسنيو د چلوونکو سره په ناسم چلند تورن سوي دي ،نننۍ پېښه ښيي چي هغه څوک چي د قانون او انصاف  پلي کولو دنده لري قانون تر پښو لاندي کوي .د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وياند د لراوبر سره د خبر پر مهال ومنله چي يو شمېر دولتي ادارې نه پريږدي چې د ملي ټلويزيون کارکوونکي مسلکي کار وکړي .


د رسنيو قانون څلورمه ماده دويمه فقره :


 ((هېڅ رښتينى يا حکمي کس د دولت او دولتي ادارو په ګډون نشي کولای د خبري او يا معلوماتي رسنيو فعاليت منع، تحريم، سانسور يا محدود کړي او يا په بل ډول سره د ټوليزو او معلوماتي رسنيو په چارو او خپرونو کي لاسوهنه وکړي )) .