کور / تازه خبرونه / كندهار: امريكايانو ۱۴ ملكي كسان ووژل

كندهار: امريكايانو ۱۴ ملكي كسان ووژل


 

د پنجوايي ولسوالي د كلك او سلوغې سيمې اوسېدونكي وايي تېره شپه يې امريكايي پوځيانو پر كلي چاپه ووهله، د ښځو او ماشومانو په ګډون يې ۱۴ بېګناه كسان ووژل او څو تنه نور يې پكې ټپيان كړل.


د كلي اوسېدونكي وايي امريكايانو د څو كورونو دروازې په بمونو والوزولې او ګڼ شمېر كسان يې مړه او ټپيان كړل او څو نور يې د بنديانو په توګه بوتلل.


د دې كلي يوه اوسېدونكي چې كليوال ټپيان يې د كندهار ميرويس روغتون ته د درملنې له پاره راوړي دي، وايي د كلك او سلوغې ټول اوسېدونكي نن د پنجوايي ولسوالۍ ته په شكايت ورغلي دي.


له سيمه څخه تازه وركړل شوي خبرونه وايي امريكايي پوځيانو نن سهار په همدغه كلي چې د شپې يې عمليات پكې ترسره كړي وو، بمبارۍ هم وكړې.