د افغانستان ولسمشر حامد كرزي پرون د ښځو د حقونو له يو شمېر فعالانو سره په خبرو كي وويل چي د شيعه مذهب د ښځو په اړه صادر سوى قاونون يې لوستى نه وو، خو لاسليك يې پر كړى و.
ولسمشر كرزي د ولسي جرګې او د بشري حقونو ځينو ښځينه غړو ته ويلي وو، چي دا قانون يې په داسي حال كي لاسليك كړى و، چي له پوره جزياتو څخه يې نا خبره وو، خو كله چي خبر سو، نو يې د عدليې وزارت ته د څېړني دپاره ولېږئ او تر تغير او تبديل وروسته به پلى سي.
د شيعه مذهب د ښځو په اړه نوي قانون چي د پارلمان له خوا تصويب او د ولسمشر له خوا توشيح سوى و، په ملي او نړيواله كچه يې د شيعه مذهبو ښځو د حقونو په اړه اندېښنې او نيوكي راوپارولې.
ولسمشر كرزى پر داسي مهال پر يوه قانون د ناخوانده امضاء اقرار كوي، چي په۲۰۰۳ كال كي د ولسمشر يوه سياسي مخالف او د شمالي ټلوالي غړي حفيظ منصور د ((كرزى ناخوانده امضاء ميكند)) په نوم بسته كتاب پر كښلى وو.