ملي جبهې نه دکمونست پلوه رژيم مخکښ مشرسيدمحمد ګلاب زوي په وتلو سره دغه جبه ټوټه ټوټه شوه .
دغوايي په شپږمه په کابل کې دولسي جرګې ١٥٠تنه وکيلانو چې داستاد سياف ،مولوي شهزاده شاهد ،شکريه بارکزي ،خيال محمد حسيني ،پاچاخان ځدران ،شکيبا احمدي ،دواد کلکاني ملاتره خيل اوځني نور مخورې څيرې راټولې شوې وې اوپه يوه خوله يي دولسمشر حامد کرزي دکارددوام ملاتړ وکړ .
دغه وکيلانو ويل چې ډير ژربه دغه موضوع په ولسي جرګه کې هم عمومي مجلس کې مطرح کړو
خو يوې باوري سرچيني وايې چې دولسي جرګې په عمومي غونډه کې دملي جبهي مخکښ اونظاردډلګۍ ته وفادار يونس قانوني اودميرويس ياسيني ددې موضوع مخالفت کوي .
خو ددغه ١٥٠ تنووکيلانو ملاتړ دولسي جرګې دغړو ډيرو هغه استازو ملاوي ورماتې کړلې دکومو چې دولسمشر حامدکرزي دحکومت په وړاندې مخالفت کوي .
يادشوي وکيلان داستاد عبدالرب رسول سياف په کور کې له غرمې وروسته راټول شوي وو