کور / شعر / ياد

ياد

ستوري راڅاڅي دلاسونو جام ته
 يوه ليونۍ چاته دعاو ي کوي
ددوو هوسېيو سترګو تړمې اوښکې
لمن ته ښکته شې رڼاوي کوي


 داپه يو قبر غوړيدلی سالو
داپه يوه شناخته تړل شوی رويمال
اخردچا دياد کيسه خو کوي
دکومي مينې افسانه خو کوي


 يو څوک له ځانه سره ژاړي دلته
بنګړي دقبر په خازو ماتوي
خالونه شيندي له خپل سپين جبينه
ښائست دټولو سلسلو ماتوي


 يو څوک ده شمعې بلوي په بلۍ
نکريزيټولي په ديوال ورولي
عطر لړلی اوربل نه خوروي
ټول ثوابونه په وبال ورولي


يو څوک ده ناسته تصوير ښکلوي
دزندګۍ دکاروان مير ښکلوي
بيعت دتورو سترګو وړي ورپسي
دخپل زړګي دزيارت پير ښکلوي


  زړه په سکروټو ږدي او وخت تيره وي
دوير خوبونه په مات تخت تيره وي
خړو اوبو ئې لال له لاسه وړي
ساندې دغم په تللي بخت تيره وي


رنجو ته ګوري سلايي ماتوي
پيزوان راواخلي او غمي ماتوي
چې مخامخ شي دديوال ايينې
 ته په کوه قاف کي ښاپيري ماتوي


   څراغ دمخ اوس بلولي نشي
داغ دزړګي چاته ښودلي نه شي
  څوک چې يار پالي بيائې داسي پالي
خاوري په سر خو اړه ولی نشي 


 هاشمي نه کوي تسل لېونۍ
نه په ټپه نه په غزل لېونۍ
کاڼي په سر ماتوي صبر نه کړي
اخلي له خپل تندي بدل ليونۍ