کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / حزب اسلامي به له کرزي څخه ملاتړ وکړي

حزب اسلامي به له کرزي څخه ملاتړ وکړي

د دواړو لورو تر مينځ خبرې روانې دي او ډېر ژر به يوې پايلې ته ورسېږي.


د ولسمشريزو ټاکنو په رانږدې کېدو سره له واکه ليرې کېدونکي حامد کرزي د بيا واکمنۍ په هيله له يو لړ سياسي ګوندونو او اشخاصو سره د ائتلاف کولو معاملې پيل کړي دي.


ولسمشر ته يوې نږدې سرچينۍ له ننګرهاره خپرېدونکې نړۍ اونيزې ته وويل چې په دې لړ کې د حامد کرزي لخوا يو ټاکل شوى ګروپ د حزب اسلامي له مشرانو سره د هغوى د ملاتړ خپلونې لپاره پر خبرو بوخت دى.

سرچينه چې د نوم له خپراوي ډډه کوي، نړۍ ته دا هم وويل چې د حامد کرزي لخوا ټاکل شوي ګروپ کې د کابينۍ د يوه وزير او د ارګ له درې مامورينو پرته د ولسي جرګې يوه ښځينه وکيله چې د کابل د خلکو استازې ده، برخه لري.  هغه زياته کړه: له شويو او پاى ته نږدې خبرو داسې ښکاري چې کرزى به د حزب د شرايطو په منلو سره په ولسمشريزو ټاکنو کې ددې ګوند کانديد وي.

دا په داسې حال کې چې څه موده وړاندې د حزب اسلامي د دريځ ښودنې يوه مهمه غونډه بې پايلې پاى ته رسېدلې وه او يو شمېر شنونکو لا له وړاندې د داسې يوې چارې د ترسراوي اټکل ښودلى و.

دوه اونۍ وړاندې په عدليې وزارت کې د ثبت شوي حزب اسلامي يو لوړ پوړي غړي مولوي عطاءالله لودين له نړۍ اونيزې سره په يوې ځانګړې مرکه کې ويلي و چې دوى به په ټاکنو کې د يو داسې کانديد ملاتړ وکړي چې د اسلامي ارزښتونو درنښت او عملي کول، د وسله والو مخالفينو سره خبرې، په افغانستان کې د بهرنيو ځواکنو قانوني کول او د حزب اسلامي ګټې ساتل ورسره ومني.

د ولسي جرګې غړې او د حزب اسلامي سره د خبرو لپاره د حامد کرزي د ګروپ يوې غړې هم دا خبرې ومنلې خو په وينا يې نه غواړي چې مخکې له وخته يې نوم خپور شي.

هغې نړۍ ته وويل: (( د حزب اسلامي لخوا وړاندې شوي څلور واړه شرطونه ولسمشر ته د منلو وړ دي ځکه نو د خبرو د بريالي کېدو شونتيا ډېره زياته ده.))

ويل کيږي چې د ولسمشريزو ټاکنو په رانږدې کېدو سره حامد کرزي له بېلابېلو لورو سره د ائتلاف کولو لپاره يو ١٢ کسيز ټيم جوړ کړى چې د همدې ټيم د منډو ترړو له امله تېره اونۍ د ملي جبهې يوه پياوړي غړي قسيم فهيم هم په نوموړې جبهه کې د درز پيدا کولو تر څنګ د حامد کرزي څخه ملاتړ وکړ.

تر دې وړاندې د کرزي او استاد رباني تر منځ د يوه داسې تړون د لاسليک کېدا خبره هم کېده چې له مخې به يې صديق چکړي د حج او اوقافو وزير  او په دوهم قدم کې د استاد رباني  زوی  د ولسمشر کرزي لومړی مرستيال ټاکل کيږي  او په بدل کې به يې رباني په ولسمشريزو ټاکنو کې د کرزي ملاتړ کوي.