په غزنی کي درې ورځنی ورکشاپ چي په کي دغزنی داتلس ګونو ولسواليو ولسوالان او یو شمیر دولتي ادارو مسولین برخه لري په کار پیل وکړ .دا خبره د غزني ولايت د مطبوعاتي دفتر لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي ياده سوې ده .
خبرپاڼه ليکي چي ددغه ورکشاپ په پرانستنه د غزني والي ډاکترمحمد عثمان عثماني لخواوشوه ، نوموړي وويل تر اوږدو جګړو او نا امنيو وروسته ددغه ډول ورکشاپونو جوړول په ټولنه کي د قانون دټینګښت په لاره کي مهيم ګام وباله .
دغه ورکشاپ دLGCD له لوری جوړشوی چي پکي د ولسوالانو په ګډون د حقوقو .څارنوالۍ . پوهني اونورو د دولتی ادارو چارواکي برخه لري ، په ددې ورکشاپ کي د ادارې ( منجمنټ ) او پلان جوړولو په برخه کي ګډون کوونکي روزي .
د غزني يو تن اوسيدونکي عبدالعلي په ويناد اوسنی والي په را تګ سره په غزني او شاوخوا سيمو کي امنيت تر پخوا ډير ښه سوی دی او د ټولنيزي بيارغوني تر څنګ د پوهني پراختيا او دولتي چارواکو روزني په برخه کي د والي هلي ځلي وستايلې او زياته يې کړه چي ښايې ددې لامل دا وي چي د غزني ولايت لپاره په تېرو څو کلونو کي په پرله پسې ډول نوي واليان په دنده ګمارل سوي دي چي ډيرئ يې د کاري وړتيا نه لرلو يا اداري فساد او نا امنۍ د زياتېدو له امله بيرته له دندي ګوښه کړل سوي دي .
که څه هم د غزني ولايت ولايتي شوراد مشر او ځينو وکيلانو او اوسني والي تر منځ هم د تاوتريخوالي خبرونه خپريږي خو دغزني پوهنتون د محصل محمد شفيق په ويناهغه کسان چي د امنيت ټينګښت خپلو شخصي ګټو ته ګواښ ګڼي د اوسنۍ ادارې د بدنامولو هڅي کوي ، د نوموړي په وينا غزني د فرهنګ او تاريخ له پلوه د افغانستان يو شتمن ولايت دی، اوسنۍ ادارې ته ښايي چي دبيا رغوني تر څنګ په سيمه کي د ښوونيزو او فرهنګي چارو پراختيا ته هم پاملرنه وکړي .