کور / تازه خبرونه / د كانديدانو نوم ليكنه پيل سوه

د كانديدانو نوم ليكنه پيل سوه

د افغانستان د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د كانديدانو نوم ليكنه نن د شنبې په كابل او ټولو ولايتونو كي پيل سوه.
د افغانستان د انتخاباتو د كمېسون وياند زكريا باركزى وايي دغه بهير به ۱۵ ورځي دوام وكړي.
د نوموړي په وينا په تېره اونۍ كي د راجسټر د شرايطو دپاره ۴۳ كسانو د ولسمشرۍ كانديدانو له دوى څخه معلومات اخيستي وو.
د انتخاباتو كمېسون وايي ۱۵ ورځي وروسته به د جمهوري رياست او ولايتي شورا د كانديدانو شمېر او نومونه اعلان سي.