کور / تازه خبرونه / د غزني والي : پوهنه او بيا رغونه يوه تر بلي مهمه ده

د غزني والي : پوهنه او بيا رغونه يوه تر بلي مهمه ده

  د غزني والي ډاکټر عثمان عثماني نن ماپښين د بهلول صاحب د زيارت کولوڅخه وروسته د سيمي د يو شمېر ځوانو زده کوونکو سره وليدل او د هغوی سره سي د ښووني او روزني پر ارزښت خبري وکړې ، د غزني ولايت د وياند جهانګير په وينا  ډاکټر عثماني د غزني د ليري پرتو ولسواليو د ځوانانو سره د ښووني او روزني د لا پرمختګ په اړه وږغېد، والي ځوانان د ښووني او روزني حاصلولو ته تشويق کړه او زياته يې کړه چي ښوونه او روزنه ده چي په رڼا کي يې هم د خدای پيژندنه کېږي او هم د هيواد پرمختګ )).

د غزني ولايت څخه د ترلاسه سوي خبرپاڼي له مخي ډاکټر عثماني نن ماځيګر ۶ بجې د سنايي پارک څخه هم ليدنه وکړه ، نوموړي د لراوبر خبريال ددې پوښتني په جواب کي چي په غزني کي د امنيت د ټينګښت پوهني او بيا رغوني تر منځ کوم يوه ته ډيره پاملرنه وکړي ، وويل : زموږ لومړنی کار په غزني کي د امنيت ټينګښت و چي په دې برخه کي پام وړ لاسته راوړني لرو ، د پوهني پراختيا او بيا رغوني دواړو لپاره پرله پسې هلي ځلي کوو ځکه پوهنه او بيا رغونه يو تره  بلي مهمي دي .


خبرپاڼه زياتوي چي د غزني والي نن د ورځي په اوږدو کي د يو شمېر سيمه ايزو قومي مشرانو او سپين ږيرو سره سره پر بېلابېلو موضوعاتود خبرو اترو پر مهال د ښووني او روزني د ارزښت په اړه هم ټينګار وکړاو وې ويل چي د علم حاصلول پر هر مومن مسلمان فرض دي ځکه بايد هر مسلمان د ښوونځيو او مدرسو د پرمختګ لپاره خپل اسلامي مسوليت ادا کړي .