د كندهار والي پوهنوال توريالي ويسا د دغه ولايت د استيناف محكمې څارنوال په خپل كور كي نظر بند كړى دئ.
آزادۍ راديو د ښاغلي ويسا له خولې خبر وركړ چي څارنوال د ولايت د مقام له سلا پرته خپل سري كارونه كول، ځكه يې په كور كي نظر بند كړى دئ.
خو څارنوال نجيب الله غفوري بيا د ښاغلي ويسا خبره ردوي او وايي د كندهار والي يې په چارو كي لاس وهنه كوي او په اختلاص كي لاس لري.