د پښتونخوا ايالتي حكومت وايي د مولانا فضل الله طالبان چي له سوات څخه تېره اونۍ بونير ولسوالي ته ورمات سوي او د دغه سيمي چاري يې په لاس كي اخيستې وي، بيرته د سوات لوري ته پر شا سوي دي.
د چارواكو په وينا فضل الله خپلو طالبانو ته د بونير د پرېښودو امر كړى چي هغوى هم نن له دې ښاره بيرته ووتل.
د پاكستان صدارعظم نن سهار د سوات طالبانو ته خبر وركړى و چي د سولي د تړون خيال وساتي او كه نه وي دوى به يې پر ضد عملياتو ته لاس واچوي.
د سوات طالبان وايي په ټول پاكستان كي اسلامي نظام غواړي او د پاكستان حكومت غير اسلامي دئ.
د امريكا د بهرنيو چارو وزيري پرون پاكستان د نړۍ امنيت ته ګواښ وباله او ويې ويل چي ليري نه ده په سوات او بونير پسې طالبان پر اسلام آباد هم حاكم سي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه