د افغانستان د ټاكنو خپلواك كمېسون وايي په تېره اونۍ كي ۴۳ داسي كسان ورغلي چي د جمهوري رياست انتخاباتو ته د كانديدۍ د نوم ليكني په باب يې معلومات ځني غوښتل.
د ټاكنو د خپلواك كمېسون مرستيال زكريا باركزى وايي د شنبې په ورځ چي د اپرېل ۲۵ – مه نېټه ده په ټولو ولايتونو او مركز كي د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو دپاره د نوم ليكني لړۍ پيل سي، چي ۱۵ ورځي به دوام وكړي.
د نوموړي په وينا هر هغه څوك چي مسلمان، افغان، ۴۵ كلن، د بل هيواد تابيعت او شخصي ملېشې ونه لري، د محكمې له خوا د چا په وژلو او كوم جرم تورن نه وي او ۵۰۰۰۰ افغانۍ د ۱۰۰۰۰ رايو وركوونكو له لاسليكونو او نورو مهمو معلوماتو سره وركړي، كولاى سي چي جمهوري رياست ته ځان كانديد كړي.
زكريا باركزى وايي د نوم ليكني تر ۱۵ ورځنۍ پروسې وروسته به د ټولو كانديدانو نومونه اعلان كړي او ښايي تر ۴۳ تنو زياتوب يا كمى پكښي راسي.
افغان څېړونكي وايي كه د كانديدانو د زياتوب مخه ونه نيول سي، ښايي يو كانديد هم تر ۵۰ فيصده د زياتو رايو په ګټلو ونه توانېږي او په هغه صورت كي به نو دوهم ځل بيا انتخابات ترسره كېږي، چي په ښايي په ترڅ كي يې ډېري درغلۍ او ناوړه ايتلافونه هم رامنځته سي.
بلي خواته د ټاكنو كمېسون هم د كانديدانو د زياتوب څخه په بېره كي دئ او وايي د دوى زياتوب كمېسون ته هم ستونزي زېږوي.
د افغانستان جمهوري رياست ته تر اوسه بېله څو داسي كسانو چي د ګټلو چانس يې خورا لږ دئ، بل هيڅ پياوړي كانديد په رسمي توګه د خپلي كانديدۍ اعلان نه دئ كړئ.
حامد كرزى، پوهاند اشرف غني احمدزى، ګل آغا شيرزى، ډاكټر علي احمد جلالي، پروفيسر انورالحق احدي او ډاكټر عبدالله عبدالله هغه سيالان دي چي د افغانانو په ګومان له منځه به يې يو له راتلونكو ولسمشرانو څخه وي.