کور / خبرتیا او پيغامونه / په نوي خبري ټلويزيوني چينل کې د کارموندلو خبرتيا

په نوي خبري ټلويزيوني چينل کې د کارموندلو خبرتيا


 



ټاکل شوې ده يو نوى خبري تلويزيوني چينل د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون په  چوکاټ کې په خپرونو پيل وکړې.


ددغه چينل په پروگرامونو کې به خبرونه ،  رپوټونه ، تحليلونه ، سياسي ميزونه او مستندپروگرامونه شامل وي


په همدې هدف  په دغو پستونو کې ښځينه او نارينه مينه والو ته اړتياشته


١_  برودکاست ژورناليست    ( شپاړلس تنه )


٢_   دکورنيو خبرونو مسوول او د مسوول مرستيال .


٣_  د بهرنيو خبرونو مسوول او د مسوول مرستيال.


٤_  د مستندو او غيرخبري مستندو پروگرامونو مسوول او د مسوول مرستيال


٥_  د مستندو او غير خبرې  پروگرامونو برابرونکي ( اته تنه)


٦_  دسياسي – اقتصادي  مسالو تحليلگران ( ٤ تنه )


٧_  ويندويان  ( اته  تنه  )


هغه مينه وال چې د هيواد،سيمې او نړۍ د سياسي ، ټولنيزو او فرهنگي مسالو په باب  ژور معلومات ولري  . په پښتو او دري  ژبو بشپړ واکمن وي  له انگليسي  ژبې  سره بلدتيا ولري  ، دتلويزيوني خپرونو لپاره مناسب غږ او څيره ولري او د کمپيوتر په کار کې د مهارت خاوند وي ، کولاى شي خپل غوښتن ليک يو عکس او پيژندپاڼه ( CV) د روان کال د ثور د مياشتې تر پنځلسمې نيټې پورې په دغه rtanewstv@gmail.com  ايميل  پته وليږئ .