نن ۵ شنبه ولسمشر حامد کرزی ننګرهار ته راغی. نوموړي وويل د ی په دې موخه ننګرهار ته راغلی چې په شيرزادو ولسوالۍ کې له زلزله ځپلو کورنيو سره خپله خواخوږي وښيي.ښاغلي کرزي زياته کړه کومې پيسې چې ده د غويي د اتمې او د مجاهدينو د برياليتوب په جشن لګولې هغه به په شېرزادو او د بدخشان په کشم کې افت ځپلو خلکو ته ورکړي. هېره دې نه وي چې تېره اونۍ د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې زلزلې ۲۲ تنه ووژل، ۵۹ نور يې ټپيان کړل، ۶۰۰ کورونه زيانمن شول او ۴۵۰ څاروي پکې هم له منځه لاړل.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه