سرليکونه يا فهرست :
لومړی : دارواح ښادي شهيدي ستارې اڅکزۍ لنډه پيژندنه.
دوهم : ويـــر نـــه ( مـــر ثيه ) .
دريم : دشهيدي ستارې اڅکزۍ دژوند ځانګړني .
څلورم : دځينو رسا نيو نظرونه دستارې په باب .
پنځم : داحمدشاه بابا دعلمي ادبي ټولني دخوا شنۍ پيغام .
دارواح ښادي شهيدي ستارې اڅکزۍ لنډه پيژندنه
په ډير خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ،چي ستاره اڅکزۍ دطالبانو له خواداپريل پر دولسمه ديکشنبې په ورځ دڅلورو بجو په شاه وخوا کي، په غيري افغاني ، غيري اسلامي او بزدلانه توګه شهيده کړل سوه ((روح دې ښاد وي )) .
ستاره اڅکزۍ چي دکندهار دبي ،بي هوا په کوڅه کي (دلرګو ګنج ) په مشهوره سيمه کې په ١٣٣٠هـ ش کال کې په يوه منوره کورنۍ کي سترګي روڼي کړي وې .دلوړ سيا سي شخصيت ، چي دسقاو وه واکدارۍ ته يې په کندهار کي دپا ی ټکی کيښود او دويښوزلميانو ستر مبارز ، چي دډيمو کراسۍ په خاطر نهه (٩ )کاله بند کاټ کړی ؤ .د مرحوم حاجي محمد انور خان اڅکزي لوراود محمد علم بڅرکي کشره خوروه. ستاره لا وړوکې وه چي کورنۍ يې دبي ، بي هوا څخه وپنځمي ناحې يعني د ( منزلباغ ) جادې ته په کډه را نقل سوه ، چي لومړۍ زده کړي يې . په زرغونه ليسه کي تر دولسمي ټولګۍ پوري دبکلوريا تر حده وکړې ، او بيا يې دکانکور تر ازمويني ورسته ، دژبو او ادبياتو په برخه کي دتاريخ او جغرافيې څانګه په ډير برياليتوب سره سرته ورسول ، او په همدغه څانګه کې دښوونکي په توګه دنده تر سره کول. وروسته تر هغه په کندهار کي دعينو دليسې دمديرې په تو ګه يا دمشري په توګه يې خپله دنده په ډير بريا ليتوب سره تر سره کول . او بيا دهغه څخه ورسته دکندهار په لوړ رتبه مامورينو کې دميرمنو دټولني دريسې په توګه يې دنده تر سره کړه ، چي تر ١٣٥٧هـ ش پوري دميرمنو دټولني مشروه ، خو څه وخت کي په ١٣٥٧هـ ش کال کي دثور دمياشتي اړودوړ را منځته سو او حکومت په يوه ګوند او يوه ايډيالوژي پوري وتړل سو نو يې ددې پر ځای يوه ګوندي ښځه په کاروګومارل . چي ددې څخه ورسته ستاره اڅکزۍ دکندهار څخه دکابل پر لوري ولاړه او هم هلته دکابل په (عايشه دراني) ليسه کې دښوونکي په توګه خپله دنده پيل کړه ، تر هغه ورسته په (امينه فدوي ليسه کي په کار وګومارل سوه ) په ١٩٨٩م کال کي د پاکستان او بيا د جرمني پر لور مهاجره سوه . په جرمني کې هم په ځينو برخو کي دکار دلاسته را وړلو په خاطر ځيني زده کړي تر سره کړې ، لکه دګلانو سمبالول او ډيکوريشن ، غونچه کول او خپله دجرمني ژبه زده کول .
شهيدۍ ستارې اڅکزۍ برسره پر دې چي لوړ تحصيلات يې تر سره کړي وه او زموږ ودې غريبي ټولني ته يې ډير خدمتونه کړي وه او ديوه لوړ شخصيت ارزښت يې درلود په ځينو ژبو باندې هم بلديت درلود. لکه : پښتو ، فارسي ، جر مني ، انګليسي ژبو باندي پو هيدل . او لوستل يې په کښي کولای سوای .
ستارې اڅکزۍ په جرمني کي ديوه ښوونيز شخصيت ښاغلي ډا کټر درويزه سره واده وکړ او ښاغلی درويزه اڅکزی چي دثور تر انقلاب وړاندي جرمني ته تللی وو، او هغه دکيميا په برخه کي خپلي لوړي زده کړي تر سره کړي وې ، دهغه سره يې ګډژوند راپيل کړ. خوبيا څه وخت چي افغانستان ته يوه نسبي سوله راغله او دخلکو اميدواري دسولي وخواته ډيره سوه او په هيواد کي قانون نافذ سو نو دښاغلي ډاکټردرويزه په سلاح او مشوره وهيواد ته دخدمت په خاطر يې دغرب او جرمني ښې او ښادۍ پريښودې او هيواد ته را ستانه سوه ، هغوی ددولت رسمي کورونه قبول نه کړه او خپله سرمايه يې په خپلو نړيدلو کورونو ولګول او هلته يې دځان دپا ره ټا ټوبي جوړ کړ. چي په نتيجه کې ډاکټر درويزه دکندهار دپو هنتون داستاد په توګه دنده پيل کړ او خپله مرحومي ستارې دولسونو په منځ کي ځان کانديد کړ او خلک هم دهغه داستعداد په خاطر دباور رايه ور کړه او په يوه ښه اکثريت سره هغه دکندهار وولايتي شورا ته کانديد او وټاکل سوه . چي بيا ورسته په همدغه شورا کي دمنشي په تو ګه يې هم دنده تر سره کړې ده .چي دهيواد ددښمنانو له خو په ډيره ناځوان مردانه او غيري افغاني او اسلامي تو ګه داپريل دمياشتي پر (١٢)نيټه ددو کسانو طالبانو په وسيله شهده کړل سوه او تروريست طالبان په تيښته بريالي سوه او ديوه موټر سايکل په وسيله يې فرار وکړ. که څه هم دافغانستان جامعه يوه جنګ ځپلې ټولنه ده، دسواد کچه په دې ټولنه کي لږ ده؛ په ډيره بيا دلوړو زده کړو په برخه کي، په ځانګړې تو ګه بيا دښځو په طبقه کې . زموږ دښمن موږ ته علمي کدرونه نه را پريږوي او دهغه وخت څخه چي زموږ په هيواد کي جنګ روان دی ، دښمن ټول عمر دغه هڅه کړې ده چي زموږ علمي او پوهه کسان دښوونکوڅخه نيولې بيا تر ښونيزو مر کزونو او علمي مؤسيسو پوري يې هميشه په نښه کړي دي او دمنځه يې وړي دي .
ويرنه (مرثيه )
کندهار ژړي ګيله مند دی نن د خپلو بچــو
دا دپردو په لمسون وژني خپل دپت سرونه
امن يې نسته ګريوان څيري دبل په لمسون
ځيني را وزي فراريږي دعـزت کـورونه
کند هار ژاړي ګيله مند دی نن دخپل او پردو
چـــي دغيرت خبري ولاړې دازموږ د مغزو
څپې سوې غلي دهلمند او ار غنداب د موجو
څنګه را تيرسود ښمن زمـــوږ تـــر کـورو
کندهــار ژاړي ګيله مند دی نن د خپلو بچــو
ها! دنيکه منا جات څه سوه ها د بيټ خوبونه
ها داڅک تر سترګوتوی سوې اوښکې پاس رودونه
او ښکي به څنګه پا کوۍ دا دبابا د ستر ګو
کند هار ژاړي ځيني ولاړه دا دوخت ستاره
د مځکــي خيال دآسمانو دکهکشا ن ستا ره
ټـوله نړۍ ورته حيرانه ده کـــــوي ننداره
پريشتو پورته کړه آسمان ته دادوخت پښتنه
کندهار ژاړي ګيله مند دی دا دخپل اوپردو
په نخښه ولـي د خپل نيکه اودبابا کـــورونه
دخپل غيرت نومونه ، د شهامت خــــوبونه
ګيله پر ځا ی ده د خيبراو آبا سيند د د رو
په چيغو ، چيغو ورته ژاړي ارغنداب او هلمند
دا دامو څه تر اټکه دی ټــــــــول پښتون ګيله مند
په زړه زخمي ، په ژړاژاړي هم بارک هم مومند
د شهد ت په مرګ تهديد سوه نوم يې دی عزتمند
کندهار ژاړي ګيله مند دی نن د خپل اوپردو
چي پرعجزويې لاس برسي اوروي پرمرمۍ
غيرت يې خرڅ کی دپرديو هيوادو په پيسو
نـــــه سته پښتونه نن همت د لـراو بر پښتنو
کندهار ژاړي ګيله مند دی نن دخپل اوپردو
دقوم په نوم دا دپردو په لمسون وژني دسرکسان مو
په نخښه کړي دښمن ها دنظر کسان مو
داڅکزۍ ستاري په شان بهتر کسان مو
دشهيدي ستارې اڅکزۍ دژوند ځانګړني
د ستاره اڅکزۍ لنډه پيژندنه :
ستاره اڅکزۍ چي په يوه روښانفکره کورنۍ کي دې دنيا ته را غلې وه ،پلار يې حاجي محمد انور خان اڅکزی دډيموکراسۍ دلاري پلوی او په ټولنيز لحاظ يو خان ؤ ، چي دخپل وخت په مروجه علومو ملي او نړيوالوژبو پوهيده .هغه په پښتو ، فارسي ،اردوژبو باندي په بشپړه توګه ليک لوست کولای سو ؛ خو په انګليسي او عربي هم څه ناڅه پوهيده . هغه په کندهارکي دخپلو زړه ورو قومي پښتنوملي مبارزينوپه مرسته دانګريزانو ورستي لاس پوڅي ( حبيب الله مشهور دسقاوپه زوی) ته ماته ورکړه او کندهار يې دسقاو دظلمه وژغورۍ ، خو پسله هغه چي په کابل کې يو مرکزي حکومت ځای پر ځای سو؛ نو دکابل دحکومت په غو ښتنه غازي حاجي محمد انور خان اڅکزی يې دګليستان کاريزه څخه يعني دډيورنډ دناپيژندل سوي سيمي څخه دافغانستان خدمت ته را وبللی اودفرقه مشرملکي رتبه يې ورکړه ددوخانې کاريز او ماشک کلا يې هم ورپه نامه کړه .او همدغسې په افغانستان کي خپل سياسي او ټولنيزژوند را پيل کړ. بيا يې په افغانستان کي دډيمو کراسۍ بيرغ دپيروزۍ وڅنډي ته ورساوه . هغه دښووني اوروزني سره په بشپړه توګه مينه درلودله ، نو ځکه يې په کورنۍ کي دښووني او روزني بهير ته مخه کړه او په خپله کورنۍ کې دنارينو او ښځو دپاره دزده کړي شرا يط برا بر کړه ، که څه هم په هغه وخت کي په کندهار کي هيچا هم دا جرعت نه سو کولای چي په خپلو ښځو دي زده کړي وکړي او هغه دي په لڅ مخ وښوونځی ته روان کړي په هغه وخت کي دا يو نوی کار وواو قرباني يې غو ښته خو حاجي محمد انور خان چي په فقه او مروجه علومو پوهيده نو يې قوم او خلکو ته په دې باب پوره ډاډګيرنه ور کړه .اودکندهار نوري کورنۍ يې هم ودې ته را وهڅولې چي په خپلو وړو ماشومانو با ندي زده کړي وکړي ، نوموړی کا رکه څه هم يو ستو نزمند کار وو ، خو نا ممکن نه ؤ . که څه هم يو لړ قومي مشرانو د حاجي محمد انور خان نوموړی عمل په کلکه سره وغنده ، خو حاجي محمد انور خان هغوی ته قناعت ورکړ.او نن ور ځ دحاجي محمد انور خان د مبارزو دبرکته دهغه پاته ټوله کورنۍ دبشپړه سواد اوز ده کړي خاوندان دي . دحاجي محمد انور خان دکورنۍ ټوله غړي نراو ښځي دلوړو زده کړو لرونکي دي . او هر غړی ددې کورنۍ دهيواد په چو پړ کي بوخت دی ،دې هيواد ته يې دخپل وس او توان سره خدمت هم کړی دی. چي په اينده نسلو نو کي به يې هم وکړي . چي دهمدغه هيواد پالي رو حې په مينه ستاره اڅکزی چي په المان کې هويت هم څر ګند ؤ ، او ښه ژوند او کار يې درلود ، خو څه وخت چې په هيواد کي وخت غنيمت وليد، نو يې پريکړه وکړه چي دالمان يا جر مني تر ښواو ښاديو تير او دهيواد چوپړ ته يې ځان چمتو کړ . او ځان يې دخلکو په منځ کي کانديد کړاو خلکو اوقوم هم دهغه دپوهي او کورني ښواړيکو پر بنسټ هغه ته رايه ورکړه. او هغه په دې خو شحاله وه چي هغه دخپلو خلکو دپاره خدمت کوي. او په دې لاره کې ځان بريالی هم ګاڼه ، که څه هم هغه زموږ کورته را غلې وه او ما ورته وويل : چي په هيواد کي جنګ دی او هغه کسان چي فعلآ په هيواد کي او سيږي هغه پر دو برخو ويشل کيږي . لو مړی عوام خلک دوهم جنګي ډلي
لو مړی عوام خلک:
هغه ډلي دي چي هيڅ توان او طاقت نه لري ، بې واکه دي او هغه عوام ولس ؛ستا په شان خدمتګاران دخارجي داړه مارانو څخه نه سي ساتلای او ته هم ځان نه سې ساتلای .
دوهمه ډله:
چي دخارجي هيوادو په مر سته اود خارجي هيوادو په توانمدي په هيواد کي ورانۍ او بيرانۍ کوي هغه نه خپل صلا حيت لري او نه په خپل سر نويشت پو هيږي ، هغوی دپرديو په دستور کار کوي اودهيواد خدمت ګاران هغوی ته دسترګو اغزي غوند ي معلو ميږي ، خو ستارې اڅکزۍ پر بې صلا حيته خلکو ډيره تکيه او حساب کاوه . دبله پلوه ستاره اڅکزۍ په خپل ځاني ځا نګړنو کي ، يوه غښتلې ، هيواد پاله ، پوه او دخپلو ګټو څخه تيره زړه وره ښځه وه او دهغه په وينه کي غښتل توب داسي را نغښتی ؤ: لکه دهغه دپلار او نيکنو په وينه کي چي ملي احساس را نغښتی وو .نو هغه دټولنيزو شرا يطو پر بنسټ دهيواد ګټو ته هميشه دلو مړي توب حق ور کاوه ، چي په همدغه لار ه کي هم شهيده سوه او دشهادت لوړه مر تبه يې هم وګټل . (( روح دې ښاد وي )) ستاره اڅکزۍ تر هغه ځايه چي زما په ياد ده او زموږ په کورنۍ کي دهغه ځانګړني ماته را پياديږي هغه دبيري احساس په ځان کي نه وو پاللی او هغه هميشه ديوه ډير غښتلي نار ينه په څير فکر کاوه ، په وړ کتوب کي هغه په کوڅه او بازار کي دغښتلي نجلۍ لقب ځانته خپل کړی وو . اوهلکان به يې په جنګ کي تښتول او دخپلو حقوقو په خا طر يې دهلکانو سره هم جنګونه کول . خو څه وخت چي ستره سوه او ټولنيز مسؤليتونه ورته متو جه سوه بيا يې نو دښوونځۍ په علمي کنفرا نسونو او علمي غونډو کي ديوه لوړ شخصيت په ډول برخه اخيسته او پر ښوونکو او نورو زده کوونکو ګرانه وه او دکتاب سره يې په بشپړه تو ګه مينه درلودله او دهمدغه ملګري يعني کتاب په مر سته يې خپله تعليمي سطحه او علمي موقف ته ځان ورساوه . هغه ښوو نځۍ ته پر بايسکل تلل چي په هغه وخت کي دا يو ګران کار ؤ ، خو هغه دا ګران کار ځان ته اسانه کړی ؤ.خو بيا هم هغه دژوند دځانګړنو په حساب يوه وتلې پښتنه ميرمن وه او کورنۍ وياړ په کوي . (روح دې ښاد وي)
((دځينو رسنيو نظرونه دشهېدي ستارې په با ب )):
كندهار: د ولايتي شورا غړې ترور سوه
نا معلومو وسله والو د كندهار په ښار كي د دغه ولايت د شورا ښځينه وكيله ووژله .
د كندهار د پوليسو چارواكي وايي مېرمن ستاره اڅكزۍ د يكشنبې په ورځ ماپښين څلور بجې كور ته په لاره كي وه، چي د پر موټرسايكل ناستو وسله والو له خوا په پنځمه ناحيه كي د خپل كور مخته په نښه سوه او پر هغه ځاى يې ساه وركړه.
د كندهار د ولايتي شورا رئيس احمدولي كرزى د مېرمن اڅكزۍ وژنه تائېدوي، خو د هغې د مړيني مسئوليت يې د چا پر غاړه نه دئ اچولئ.
مېرمن ستارې اڅكزۍ په كندهار كي تر وكالت دمخه په المان كي د هجرت ژوند كاوه، چي څو كاله وړاندي له خپل خاوند ډاكټر دروېزه اڅكزي سره كندهار ته را ستنه سوه او د ۲۰۰۵ كال په انتخاباتو كي يې د كندهار ولايتي شورا ته ځان كانديد كړ.
آغلې اڅكزۍ د افغانستان په يوه مشهوره روشنفكره، علمي، فرهنګي او په سياست پوري تړلې كورنۍ كي زېږېدلې وه.
پنځه څلوېښت كلنه ستاره اڅكزۍ د دوو اولادونو مور او د ويښو زلميانو د بنسټ ايښودونكي محمدانور خان اڅكزي، مشهور ليكوال او سياستوال ارواښاد محمدعلم بڅركي او د افغانستان د علومو اكاډمۍ د غړي كانديد اكاډمېسن ظاهر افق په كورنۍ پوري يې اړه درلوده.
د كندهار امنيه قومندان مطيع الله قاطع وايي د هغې د قاتلينو د نيولو دپاره يې سيمه كلابند كړې، خو تر اوسه څوك په لاس نه دي ورغلي.
په تېرو كلونو كي د نامعلومو وسله والو په بريدونو كي د كندهار ډېر لوړ پوړي نارينه چارواكي ترور سوي، خو د ۲۰۰۸ كال د سپټمبر په مياشت كي د كندهار د ښځينه پوليسو يوه افسره ملالۍ كاكړ هم د وسله والو په بريد كي وژل سوې وه، چي طالبانو يې مسئوليت پر غاړه اخيستئ وو.
همدا راز په ۲۰۰۶ كال د كندهار د ښځو د چارو رئيسه مېرمن عمه جانه هم وژل سوې وه، چي چارواكو يې په تور څو كسان وهم نيول
د ولایتی شورا یوه غړی په کندهار کی ووژل شوه
12/04/2009
یو افغان چارواکی وایی چی د ولایتی شورا یوه غړینن په کندهار کی ویشتل شوی او وژل شوی ده.
د ولایتی شورا ریس احمد ولی کرزی وایی چی ستاره اچکزی د کار نه د کور په لور روانه وه چی د نا معلومو وسله والو لخوا وویشتل شوه او ووژل شوه.
د طالبانو یوه نطاق قاری یوسف احمدی د دی حملی مسولیت په غاړه اخیستی دی.ستاره اچکزی د ښځو د حقوقو یوه مبارزه وه.
كندهار: د ستارې اڅكزۍ د وژني پر ضد مظاهره وسوه
د كندهار په سوونو ښاريانو د دغه ولايت د ولايتي شورا د وكيلي ستارې اڅكزۍ د وژني په غندنه كي مظاهره وكړه او د هغې د وژونكو پر ضد يې شعارونه وركړل.
د مظاهرې ګډونوالو له چارواكو څخه د هغې د قاتلينو د موندلو او هغوى ته سزا وركولو غوښتنه كوله.
دغه مظاهره پر داسي مهال ترسره سوه، چي د كورنيو چارو وزارت پرون د آغلي اڅكزۍ د قتل په تور د دوو شكمنو كسانو د نيولو خبر وركړ.
ستاره اڅكزۍ تېره يكشنبه د اپرېل پر ۱۲ -مه نېټه له ولايتي شورا څخه خپل كور ته د تګ پر مهال د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل سوه، چي بيا يې د دولت مخالفو طالبانو مسئوليت پر غاړه واخيست.
د ستارې اڅكزۍ د قتل په تور دوه كسه ونيول سول
د كورنيو چارو وزارت مقامات خبر وركوي چي د كندهار د ولايتي شورا د وكيلي ستارې اڅكزۍ د وژني په تور يې دوه كسه نيولي دي.
د كورنيو چارو له وزارت څخه خپره سوې اعلاميه وايي دغه كسان يې د كندهار په څلرمه ناحيه كي د هغې د قتل په تور نيولي چي د پوليسو له خوا تحقيقات ځني پيل سوي دي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د ستارې اڅكزۍ د وژني مسئوليت پر غاړه اخيستى دئ او وايي هغه د دوى د ملګرو له خوا په نښه سوه.
پنځوس كلنه ستاره اڅكزۍ د كندهار په يوه مشهوره سياسي، علمي او فرهنګي كورنۍ كي زېږېدلې وه، چي د رواني اونۍ په سر كي د اپرېل پر ۱۲ – مه د يكشنبې په ورځ خپل كور ته د تګ پر مهال د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل سوه.
آغلې اڅكزۍ د كندهار د ولايتي شورا په نارينه او ښځينه وكيلانو كي يوازينۍ وكيله وه چي خپلي زدكړي يې د ليسانس تر كچي كړي وې.
آغلې اڅكزۍ د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه فارغه سوې وه، چي د كورنيو جنګو پر مهال په كاناډا او بيا په المان كي له خپل خاوند ډاكټر دروېزه اڅكزي سره اوسېده.
ستاره اڅكزۍ او خاوند يې د طالبانو د نظام تر ړنګېدو وروسته افغانستان ته راغلل، چي خاوند يې د كندهار په پوهنتون كي استادي پيل كړه او دې خپل ځان د كندهار ولايتي شورا ته كانديد كړ.
قاري يوسف: د ستاره اڅګزۍ وژونکي نه دي نيول سوي
دطالبانو ویاند قاري محمدیوسف احمدي ددولتي ادارې هغه دعوه په کلکه رد کړه چی ویلي یې وو موږ د ستاره اڅکزۍ قاتلان نیولي دي احمدي لراوبر ته په يوه ځانګړي تماس کي د ستاره اڅګزۍ وژونکي طالبان وبلل او زياته يې کړه چي نوموړي کسان په هغه ورځ خپلوخوندي مرکزونوته روغ رمټ راورسیدل اوله خپلوملګروسره یوځای په خدمت لګیا دي .
ددې پوښتني په جواب کي چي ددولت لخوا په دې تور نيول سوي کسان هم طالبان دي که څنګه ؟ هغه د طالبانو نيول کېدل رد کړه او زیاته يې کړه دولت غواړي چي په داډول بې اساسه درواغواویاهم دبې دفاع اوعاموهیوادوالوپه نیولوسره خپله ناکامي اورسوایې پټه کړي خوڅه چي حقیقت دي هغه اوس ټول هیوادوال اونړیوال دسرپه سترګوووینی .
د کندهار په ولايتي شورا کي د خلکو استازې ستاره اڅګزۍ کار ته د تلو پر مهال د موټرسيکل سپرو وسله والو لخوا په ډزو ووژل سوه چي وروسته يې مسوليت طالبانو پر غاړه واخيست .
دا لومړی ځل نه دی چي وسله وال طالبان پر ولايتي شورا او پر غړو يې مرګوني بريدونه کوي ، طالبانو لومړی ځل پنځه کاله پخوا په افغانستان کي د پارلمان او ولايتي شوراګانو د ټاکنو پر مهال د بريدونو خبردارئ ورکړئ و .
تر اوسه په پارلمان او ولايتي شوراګانو کي په لسګونو تنه په بېلابېلو پېښو کي وژل سوي دي چي د ځينو مسوليت طالبانو پر غاړه اخستئ او پغمان د بورې د فابرېکې د پېښي غوندي ځينو نورو چي په هغو کي ملکي وګړو تنه زياته مرګ ژوبله اوښتې مسولين نه دي څرګند سوي .
په دا ډول بريدونو کي تر ټولو وروستی د کندهار پر ولايتي شورا په سپينه ورځ ترسره سو چي لسګونو کسانو ته پکښي د مرګ ژوبلي تر څنګ د ولايتي شورا ودانۍ ته هم سخت زيان واوښت ، ددې پېښي مسوليت هم د اسلامي امارت لخوا ومنل سو .
که څه هم عام ولس د طالبانو ددا ډول بريدونو سخته غندنه کوي خو له بلي خوا د سيمه ايزو چارواکو زور زياتي ،په عامه توګه اداري فساد او په خاص ډول د بهرنيو ځمکنيو او هوايي ځواکونو لخوا دافغانانو سره د مرستي پر ځای د هغوی پر مقدساتو او ارزښتونو باندي تيري دې ته لاره هواره کړې ده چي د اسلامي امارت طالبان د افغانستان د پلازميني کابل په ګډون نورو مهمو ښارونو په منځ کي د ولس په مرسته خپل عمليات په برياليتوب سره تنظيم کړي .
الحکم لللّه
انا لله وانا الیه راجعون
دکندهار د ولايتي شورا د غړې او منشي مېرمن ستارې اڅکزۍ د شهادت له کبله چي جنازه مخکي په کندهار کي خاورو ته سپارل سوې ده، د شهيدي ورور محمد حسن انور اڅکزی، د شهيدي ورېرونه محمد قاهر قادم ـ زمری محقق، ننګيالی بڅرکی، عبدالله اڅکزی، روح الله اڅکزی، داود اڅکزی، د شهيدي خوريان ډاکټر جهان شاه ميوند، زلمی ميوند، نوميالی ميوند او پښتونزي ميوندتر څنګ د شهيدي زومان انجينيز محمد ظاهر عادل ، رحمت الله نور او ډاکټر محمد داود اڅکزی دوستانو ته خبر ورکوي، چي د نارينو او ښځو فاتحه د اپرېل پر 19 نېټه د يک شنبې په ورځ د ماپښين د2 بجو څخه تر 4 بجو پوري د المان د ايسن د ښار د افغانانو په مسجد کي اخيستل کيږي.
نوټ :
دبېنوا انټرنیټ پاڼي ټول کارکونکي اود مشرتابه ډله د افغانستان یوازني لوی کیمیا پوه ډاکټر درویزه اڅکزي او دهغه کورنئ ته په دې ویر کي خپل د خواخوږې ژور مراتب وړندي کوي ، د ارواښادي اڅکزۍ او دښاغلي درویزه اڅکزي هیواد پالنه او دپښتواو پښتنو په علمي کولو کي ددوئ هڅي له هیچ چا پټي ندي . دپښتنو ددغسي ویښو کسانو وژنه موږ په کلکو ټکو غندو او دا کار دپردوپالو دپښتون وژني دهغه توطیېولړۍ ګڼو چي غواړي د پښتون قام ټولي تاریخي او علمي ریښې لمنځه یوسي .
د ميرمن ستاره اڅکزۍ د شهادت په وير د خواخوږۍ پيغام
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر ٢٣ / ١ / ١٣٨٨ هـ ل | 2009-04-12 20:43:00 م
په ډېري خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د هېواد د پوهني او د ښځو د چارو يو سابقه لرونکي رښتني خدمتګاره، د کندهار د ولايتي شورا غړي ميرمن ستاره اڅکزي د هېواد د دښمنانو لخوا د کندهار په ښار کې شهادت ته ورسيده.
انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاده ميرمن اڅکزي چي د کندهار ولايت په يوي منوري، سياسي او فرهنګپالي کورني پوري منسوب، د لوړو زده کړو خاونده هېوادپاله ښوونکي وه.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه په داسي حال کې چي د هېواد د دښمنانو دغه ناوړه عمل په کله غندي، د ارواښادي درنۍ کورني او د هېواد فرهنګپالو ته د خواخوږي مراتب وړاندي کوي او د لوي څښتن تعالي د دربار څخه شهيدي ميرمن اڅکزي ته جنت الفردوس غوښتونکي دي.
روح دي ښاد وي
په درنښت
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر
الحاج غرزي خواخوږی
يا دونه : دکانا ډا سفير په افغانستان کي دستارې دشهادت مړينه يو لويه ضايع وګڼل اوښا غلي سفير ( ران ها فن ) زياته کړه چي دستارې اڅکزۍ دشهادت مړينه ، دافغانستان دخلکو دپاره يوه ستره ضا يعه ده ، هغه زياته کړه افغانان په داسي حال کي چي په هيواد کي جنګ روان دی او دستارې اڅکزۍ په څير يوه روښانفکره ښځه ، خو لومړی نه سته خو بيا هم که وي نو د ګوتو په شمار به وي ، بيا که چيري په بهرنيو هيوادو کي وي ، خو هغه بيا دومره دلاوره نه دي چي دهيواد وخدمت ته دي چمتو سي . ښا غلي ران هافن دستارې اڅکزۍ وټوله کورنۍ ته دزړه له کومي تسليت څر ګند کړ .
او همدغسي دکاناډا دولتي خپرونو هم په بيلو بيلو څانګو کي دستارې اڅکزۍ پر مرګ خواشيني څر ګنده کړې ده او په کاناډا کې دهغه دکورنۍ غړو ته دخپل تسليت پيغامونه رسولي دي . چي زه هم دکورنۍ په استازي توب کور ودانی ورته وايم .
دالمان دولتي تلويژنو هم د ستارې اڅکزۍ پر مړينه خپله خوا شيني څر ګنده کړيده او هغه يې دوخت يوه غښتلې ميرمن وبلل او هغه ته يې دافغاني جر منۍ دغښتلي تو ب لقب ور کړ . او هغه يې په څو ساعته پروګرام کي وستايل ، دنوموړي مړينه يې په اوسني وخت کي دافغانانو دپاره يوه ستره ضايعه وګڼل او دستارې اڅکزۍ دپاته کورنۍ سره يې خپله همدردي څر ګنده کړه .
داحمد شاه بابا دعلمي ـ ادبي ټولني دخواشنۍ پيغام
په ډير خوا شنۍ سره خبر سو چي ستاره اڅکزۍ دحاجي محمد انور خان اڅکزي کشره لور داپريل پر ١٢نيټه ديکشنبې په ورځ دڅلورو بجو په شاه وخوا کي دطالبانو له خو په شهادت ورسيده ، ددې غمجني پيښي په اوريدو سره دټولني ټوله غړي خواشيني سوه او دطالبانوددغه غيري منطقي ، غيري اسلامي ، غيري افغاني او غيري پښتني عمل په سرته رسولو سره يې يو ځل بيا دا ثابته کړه ، چي طالبان دپاکستان دای اس ای په قومنده دهيواد يوه دښمنه اويوه خرڅه سوې غيري افغاني ډله ده . خو کله چي بيا قاري يوسف احمدي دطالبانو وياند دنوموړي شهيدي دشهادت مسؤليت پر خپله غاړه يعني دطالبانو کار وباله ؛ نو په واقيعت کي نه يوازي زموږ دټولني خلک بلکي دنړۍ مسلمانان او دافغانستان ټوله خلک ودې بې مسؤليته سياسي ډلي ته نفرين ووايه .
ښاغلي قاري صاحب!! په ډيري بې پروايي او په ډيري بې مسؤليتۍ سر وويل : چي موږ طالبانو دغه بې ګناه سياسره ووژل ؟؟؟ . ښا غلي قاري يوسف احمدي ته موږ وايو : چي ايا!!! تاسي دافغانستان دټولو خلک دښمنان يا ست؟؟ او که يوازي دهغو کسانو دښمنان يا ست کوم چي ستاسي سره په ګرم سنګر کي جنګيږي ؟؟؟ .
ستاره اڅګزۍ خو يوه عاجزه او بې سلاح ، غيري نظامي ، هيوادپاله ښوونکې وه ، چي دخلک په منځ کې ځان کانديد او خلکو رايه ورکړه . ستاسي کومه عقيده ده خو په هغه دافغانستان خلک نه پوهيږي ؟؟ خو دومر ه موږ ويلا ی سو چي مقدس اسلام خو ديوې مسلماني پوهي ښځي ، بې دفاع ، لمونځ ګذاره، او خلکوته ديوې خدمت ګاري ښځي چي هغه هم په هيڅ يوه سازمان او يوې ډلي پوري تړلې نه وه.اودهيوادپالني په رو حيه د المان دهيواده څخه ستاسو دخدمت دپاره دررغلې وه ؛ خودغه ستاسي اسلا ميت دکومه ځايه سر چينه اخلي ؟؟؟؟ .
دوهم که موږ ځانونه افغانان بولو !نو ديوه افغان په صفت موږ ته دا خپل وجدان دا جازه را کوي ، چي موږ دي دبل پر نا موس ،چي هغه دي په هيڅ سياسي او نظامي ډله کي نه وي؛او سياسي مقصد دي ونه لري ، پريوې ښځي چي هيڅ ددفاع وسيله هم نه لري او تاسي دي په ډيره بزدلانه ډول دوه مسلکي ترورستان ورو ليږی او دکور ومخ ته دې په وينو کي ولمبوی ! ايا دافغانيت دی ؟؟؟ .
دريم : ايا!!! تاته هيچاهم دپښتنو کلتور نه دی درښولی اياستا پښتنۍ مور تاته په ځانګو کي دپښتو درس نه دی در زده کړی ؟؟ چي يو پښتون هيڅ وخت هم پر ښځي دجبر لاس نه پورته کوي . ايا! تاته په پښتني دود کي دښځو احترم اودرناوي چاه نه ده در ښوولې ؟؟؟ . ښاغلی قاري صا حب ته نه دخدای دقهره بيريږي او نه هم دپښتو په دود بند او واز يې او نه هم دافغانانودتاريخ څخه خبر يې . تاته يوازي اي اس ای ، دقتل دمنلو اود قتل دکول درسونه تر خپل سيوري لاندي در زده کړي دي . اوبس .
داحمد شاه بابا علمي ـ ادبي ټولنه په داسي حال کي چي دطالبانو دغه غيري اسلامي ، غيري افغاني او غيري پښتني عملونه غندي ؛ دافغانستان وټولو خلکو ته يو ځل بيا يادونه کوي چي خپل هيواد دخارجي ير غلګرو ( ناټو) اود پا کستان او نورو هيوادونو دنفوذ څخه وژغوري او په خپل منځ کي سر يو موټي سي اود ملي شخصيتونو يوه دباور وړ افغاني ټولنه جوړ کړي او نور دغه کړيدلی ملت دهر ډول ظلم ، تيري اودپرديو دمنګلو څخه خلا ص کړي په درنا وي