د طالبانو پخوانى قومندان عبدالواحد چي په رئيس د باغران مشهور دئ، وايي زوى، مږور او موټروان يې باغران ولسوالي ته په لاره كي تېره اونۍ وژل سوي دي.
حاجي رئيس چي اوس په كابل كي مېشت دئ وايي ايتلافي ځواكونو يې زوى په يوه دښت كي له موټره كښته كړى او له مېرمني او موټروان سره يوځاى يې وژلى دئ.
بلي خواته ايتلافي ځواكونه د حاجي رئيس ادعا نه مني او وايي ښايي وسله والو طالبانو وژلي وي.
حاجي رئيس ځكه پر بهرنيو ځواكونو دغه تور ردوي چي وايي هغوى په يوه خبرپاڼه كي په عيني سيمه كي په همدغه ورځ د څو شكمنو كسانو د وژلو خبر وركړى دئ.
حاجي عبدالواحد مشهور په حاجي رئيس پخوانى جهادي قومندان دئ، چي د كورنيو جنګونو پر مهال يې د باغران په ولسوالي كي د هلمند د بل جهادي قومندان محمدرسول اخندزاده سره خورا ډېري جنګونه وكړل او په سوونو كسان پكښي ووژل سول.
حاجي رئيس د طالبانو له راتګ سره سم د هغوى په ليكو كي ودرېد خو د محمدرسول اخندزاده كورنۍ له طالبانو سره وجنګېده.
د طالبانو تر تګ وروسته حاجي رئيس پر كور كښېنستئ خو په ۲۰۰۲ كال كي يو ځل بيا د افغان حكومت په مقابل كي ودرېد، وروسته د قومي مشرانو په منځګړتوب حكومت ته تسليم سو او اوس په كابل كي اوسېږي.
رئيس عبدالواحد وايي زوى يې له طالبانو سره اړېكي نه درلودې خو د پېښور په يوه مدرسه كي يې زدكړي كولې، چي اوس په رخصتۍ خپل كلي راغلى وو.