کور / تازه خبرونه / طالبانو د دير ناظم يرغمل كړ

طالبانو د دير ناظم يرغمل كړ


د سوات طالبان چي مخ پر بونير ولسوالي ور مات سوي دي، د دير د علاقې ناظم يې يرغمل كړى دئ.
د پښتونخوا ايالتي چارواكي وايي عتيق الرحمان د وسله والو طالبانو له خوا د خپل موټروان سره يرغمل سوى دئ.
طالبانو دا نه دي ويلي چي نوموړى يې ولي يرغمل كړى دئ، خو په وروستيو ورځو كي د دوى مشر مولانا صوفي محمد د پاكستان حكومت او قضايي سيسټم غير اسلامي وباله او د دغه هيواد چارواكي يې له اسلام څخه په ليري والي تورن كړل.