د كنړ چارواكي وايي ايتلافي ځواكونو تېره شپه په ماڼو ګي ولسوالي كي پر يوه كور د عملياتو پر مهال يو كس وژلى او پنځه نور يې له ځان سره بېولي دي.
ځايي اوسېدونكو بي بي سي ته ويلي چي وژل سوى كس د افغان پوځ سرتېرى وو او په نيول سوو كسانو كي يو پوليس او يو محصل شامل دي.
ايتلافي ځواكونه وژل سوى كس او ورسره بېولي كسان طالبان ګڼي.
د يادوني وړ ده چي تېره مياشت د خوست په ولايت كي هم د بهرنيو ځواكونو له خوا د يوه افغان پوځي مېرمن، ورور او لور وژلي وو.