راپورونه وايي د سوات طالبانو له حكومت سره د سولي تر تړون وروسته د پښتونخوا ايالت د بونير ولسوالۍ ته مخ ګرځولى دئ.
د بونير په بازار، كوڅو او غرونو كي په لسونو طالبان له سپكو او درنو وسلو سره ليدل كېږي، چي له امله يې د دې ولسوالي خلګ اندېښمن دي.
د بونير اوسېدونكي د طالبانو له قانون سره مخالف دي او دوې اونۍ دمخه چي د بونير غرونو ته په لومړي ځل طالب وسله والو مخ كړ، د دې ځاى ټولو اوسېدونكو يې مخالفت وكړ چي وروسته د قومي مشرانو تر فيصلې وروسته طالبان له غرونو كښته او سوات ته وګرځېدل.
بونير د پاكستان د پلازمېني اسلام آباد په سل كيلو متري كي پرته سيمه ده، چي د څېړونكو په ويناكه د طالبانو فعاليتونه پكښي ډېر سي، شك نسته چي د طالبانو سېلاب به اسلام آباد ته هم مخ كړي.