ملګرو ملتونه وايي د افغانستان په هغو سيمو كي چي سږكال كوكنار نه دي كرل سوي ځاى يې د چرسو بوټي نيولى دئ.
د نشيي موادو سره د دې سازمان د مبارزې اداره وايي د چرسو د كښت ډېروالي دوى اندېښمن كړي او د نشيي توكو د مخنيوي ټولي هڅي يې ګواښ سره مخ كړي دي.
افغانستان چي اوس هم د نړۍ ۹۳ فيصده تارياك توليدوي، په هغو ولايتونو كي چي دمخه كوكنار كرل كېده اوس يې ځاى د چرسو كښت نيولى دئ.
د ملګرو ملتونو ادارې اندېښنه ښودلې چي بايد افغان حكومت د چرسو كښت هم منع كړي، كنې د نشيي موادو سره د مبارزې ټولي هڅي به بې نتيجې سي.
د ملګرو ملتونو دې اندېښنې ته لا تر اوسه افغان چارواكو غبرګون نه دئ ښودلئ، خو د افغانستان د حكومت دپاره به د چرسو د كښت او قاچاق مخنيوى ځكه ستونزمن وي، چي د پوليسو او اردو په ليكو كي د چرسو نشه يو دود ګرځېدلئ دئ.