ټاكل سوې ده چي د افغانستان ولسمشر حامد كرزى په راتلونكې مياشت (مى) كي امريكا واشنګټن ته ولاړ سي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه خبر وركوي چي د امريكا ولسمشر باراك اوباما د افغانستان او پاكستان ولسمشرانو ته له واشنګټن څخه د ليدني بلنه وركړې ده.
د ورځپاڼي د خبر له مخي دغه سفر به د مى پر شپږمه او اوومه نېټه ترسره سي چي د افغانستان او پاكستان پر حالاتو او د دهغو هيوادونو په باب د امريكا د نوي ستراتيژۍ او د القاعدې او طالبانو پر فعاليتونو به درې سره مشران په تفصيل وږغېږي.
د متحده ايالاتو د مشر په توګه د باراك اوباما تر ټاكل كېدو وروسته له اوباما سره د كرزي لومړۍ ليدنه او امريكا ته لومړى سفر دئ.
باراك اوباما واك ته له رسېدو دمخه د حامد كرزي پر حكومت سختي نيوكي وكړې او د هغه حكومت يې كمزورى او په فساد كي ډوب بللى وو.