د انګلستان حكومت وروسته له هغه د لندن له بېلابېلو ځايونو څخه نيولي پاكستاني محصلين خوشي كړل او له انګلستان څخه يې د وتلو امر ورته وكړ، چي په وينا يې پر هغوى د ښكاره جرم كوم ثبوت پيدانكړ.
د انګلستان پوليسو د اپرېل پر اتمه ۱۱ پاكستاني اتباع له ترهګرو سره د تړاو او په دغه هيواد كي د بريدونو په تور ونيول.
د انګلستان حكومت وايي پوليسو له هغوى څخه تحقيقات وكړل، خو نه يې كوم ثبوت پر پيدا كړ او نه هم بل چا د دوى په اړه پوليسو ته اسناد وړاندي كړي دي.
بلي خواته په لندن كي د پاكستاني مهاجرينو كميشنر د انګلستان له حكومت څخه غوښتي چي د نيول سوو بنديانو څخه بخښنه غواړي او كه هغوى كوم جرم نه وي كړى، بايد له انګلستان څخه ونه شړل سي.