کور / تازه خبرونه / چارواكي: د طالب مشرانو نومان له تور ليست څخه باسو

چارواكي: د طالب مشرانو نومان له تور ليست څخه باسو

 


د افغانستان حكومت وايي له طالبانو سره يې خبري رواني دي، چي ځيني پرمختګونه يې هم كړي دي.


د جمهوري رياست وياند همايون حميدزاده پرون خبريالانو ته وويل چي افغان چارواكي په دې هڅه كي دي چي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له تور ليست څخه د ځينو لوړ پوړو طالب مشرانو نومان له تور ليست څخه وباسي.


تر دې مخه هم له طالبانو سره د حكومت له خوا د خبرو په برخه كي د پرمختګ خبرونه وركړل سوي و، خو پر چارواكو او نړيوالي ټولني يوه تر ټولو غټه نيوكه دا وه، چي له يوې خوا طالبان مذاكراتو ته ور بولي او له بلي خوا يې د هغوى د مشرانو نومونه په تور ليست كي نيولي دي.


افغان كارپوهان وايي كه د طالبانو د مشرانو نومونه له تور ليست څخه و ايستل سي، شك نسته چي د سولي په خبرو كي به د پام وړ پرمختګ راسي.