دا بوټي به لونګ شي
دا د پښتو ژبې د نوميالي او نوښتګر شاعر دروېش دراني د شعرونو نوې ټولګه ده چي په دې وروستيو کې په کوټه کې د صحاف نشراتي موسسې له خوا په ١٩٢ مخونو کې د (١٠٠٠) ټوکو په شمېر چاپ شوې او خپره شوې ده. په دې شعري ټولګه کې د شاعر (٨٠) غزلې او (٢٠) نظمونه راغلي دي.
د دې کتاب تړون د پښتو د نوميالي ليکوال، شاعر او ژورناليست ارواښاد سلطان محمدصابر په نامه شوى دى، د يادونې وړ ده چي ښاغلي دروېش دراني تر دې وړاندې د خپلو نورو کتابونو تړون د چا په نامه نه دى کړى او نه يې هم چاته ډالۍ (اهدا) کړي دي.
تر دې وړاندې د ښاغلي دروېش دراني دغه لاندېيني کتابونه چاپ شوي دي:
١. ستوري په لمن کي (د لومړنيو درېوو شعري ټولګه غونډ)
٢. په کاڼي کي هينداره (شعري ټولګه)
٣. په ناورين پسې ناورين (د دېرشو منظومو ټولګه)
٤. پښتو عروض (نثر)