کور / تازه خبرونه / اسدالله همدم: ۵۰ % تشدد طالبانو ته منسوبېداى سي

اسدالله همدم: ۵۰ % تشدد طالبانو ته منسوبېداى سي


د روزګان والي اسدالله همدم وايي په افغانستان كي د حكومت او بهرنيانو پر ضد د روان تشد پنځوس فيصده طالبانو ته منسوبېداى سي او پاته سم نيمى يې د محلي جنګسالارانو، د نشيي موادو د قاچاقبرانو، غلو او داړه مارانو له خوا پر مخ بېول كېږي.
اسدالله همدم وايي د طالبانو مشران په پاكستان كي اوسېږي او له هغه ځايه خپلو جنګياليو ته لارښووني كوي، خو نوموړى زياتوي چي په روزګان ولايت يې د سيمه ايزو قومي مشرانو په همكاري له طالبانو سره د سولي خبري هم رواني كړي دي.
د روزګان والي په داسي حال كي له طالبانو سره د مذاكراتو خبر وركوي، چي نيژدې هره ورځ د افغان او ايتلافي پوځيانو له خوا په دې ولايت كي د طالبانو پر ضد د عملياتو او هغوى ته د مرګ ژوبلو د اړولو ادعاوي كېږي.