کور / تازه خبرونه / د افغانستان د بهرنيو چارو وزير پولنډ ته ځي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير پولنډ ته ځي


د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي ډاكټر رنګين دادفر سپنتا په دوه ورځني سفر پولنډ ته ځي.
د وزارت له خوا په خپره سوې خبرپاڼه كي ويل سوي چي نوموړى د دغه هيواد په رسمي بلنه پلازمېني وارسا ته په دوه ورځني سفر روان دئ.
د خبرپاڼي له مخي په دې ليدنه كي به د پولنډ او افغانستان پر دوه اړخيزو اړيكو خبري وسي.
دا په تېرو وختونو كي پولنډ ته د ډاكټر سپنتا دوهم سفر دئ.
ډاكټر سپنتا وروسته له هغه پولنډ ته په سفر ځي، چي تېره مياشت د دغه هيواد رئيس جمهور ليچ كازينسكي هم كابل ته راغلى وو.
پولنډ په افغانستان كي د ناټو تر ماموريت لاندي ۱۵۰۰ سرتېري ځاى پر ځاى كړي دي.