غزل
زموږ هغه زخمونه جوړ نه دي، دى بيا روان شو
چي ترې راوړى يې و شر پر هغه خوا روان شو
بايد خوشحاله واى په دې چي يار دى بيا راغلى
خو ما ژړل چي بيا به څه کوم که بيا روان شو
شومه له ځانه سره زه هم په ژړا چي کله
زما دښمن د زوى له قبره په ژړا روان شو
چي راروان و کوم دښمن هغه يې ګډ و سره
خو مخنيوي لره يې هر سړى جلا روان شو
تر دې به بله سخته ورځ پر دروېش چيرته راشي
راغئ له تا سره محفل ته او بې تا روان شو
يادونه: پورتنى غزل په ۲۰۰۸ كال په كوټه كي د ښاغلي عبدالباري جهاني په وياړ جوړه شوې غونډه كي ويل شوى دئ.