کور / راپور / د غزني خلک: دغزني د والي د هلوځلو ستاينه کوي

د غزني خلک: دغزني د والي د هلوځلو ستاينه کوي

د غزني ولايت والي ډاکټر محمد عثمان عثماني


لکه څنګه چې په وروستيو ورځو کې له رسنيو څخه د غزني د والي ډاکتر محمدعثمان عثماني او ددغه ولايت د ولايتي شورا د ځينو استازو تر منځ د اختلاف خبرونه خپرېږي، خو د غزني خلک وايي چې په تېرو څو مياشتو کې د غزني د والي په هلو ځلو ددغه ولايت په اداري چارو او د خلکو په ژوندانه کې داسي مثبت بدلونونه راغلي دي، چې د دوى په وينا په تېرو اوو کلونو کې په غزني کې داسي پرمختګونه نه دي تر سترګو شوي.



د غزني د اندړو ولسوالي اوسېدونکى محمدکريم وايي چې له تېرو څو مياشتو راهيسي چې ډاکتر محمدعثمان عثماني غزني ته د والي په توګه راغلى نو ددغه ولايت د خلکو د ژوندانه د کچې په لوړوالي کې مثبت بدلون راغلى دى، د محمد کريم په وينا چې د عثماني د ولايت پر مهال د غزني په امنيتي، ښوونيزو او د بيارغونې په فعاليتونو کې ګړنديتوب راغلى دى.



هغه زياته کړه: چې مخکې هغه کسان چې په دولتي ادارو کې يې دندې درلودې، په غزني ښار کې پټ گرځېدل، خو اوس دولتي کسان آن  ولسواليو ته په ډاډه زړه تګ او راتګ کولى شي.




د غزني د قره باغ ولسوالۍ يو تن قومي مشر د نوم د نه ښودلو په شرط وايي چې دوى د غزني د والي له فعاليتونو څخه خوښ دي، ځکه چې له والي سره ملي فکر دى، او د هغه په وينا د غزنې د بياودانولو او په غزني کې د امنيت په ټينګښت کې خورا ډېري هلي ځلې کوي، دهغه په خبره چې ولسمشر حامدکرزي دا ځل غزني ته يو مناسب او وړ کس د والي په توګه رالېږلى دى.


هغه زياتوي چې ډاکتر عثماني په تېرو اوو کلونو کې د غزني لومړنى والي دى چې په غزني کې د بيارغونې او روغې جوړې لپاره کار کوي، د هغه په وينا چې تر عثماني مخکې تيرو واليانو له خلکو سره درغلي او يوازي او يوازي د خپلو جېبونو د ډکولو لپاره کار کاوه، هغه وايي د غزني له والي سره مخالفت د غزني له ټولو پښتنو سره دښمني ده، دى وايي کله چې ډاکتر عثماني څو مياشتې مخکې غزني ته د والي په توګه راغى په هغه وخت کې د غزني په سلو کې ٨٠ ښوونځي د وسله والو طالبانو له خوا تړل شوي وو، خو اوس ددغه ولايت په سلو کې تر ٩٠ زيات ښوونځي د زده کونکو پر مخ پرانيستي دي، چې د سيمي په ښوونيز حالت کې يو ښه او د پام وړ بدلون دى.

هغه زياتوي چې قوم يې پرېکړه کړې ده چې که د غزني والي له دې ولايت څخه بدل شي، نو دوى به په راتلونکو انتخاباتو کې برخه وانخلي.


همدارنګه د غزني يو تن بل اوسېدونکى حاجي بشير وايي چې د غزني له والي سره د دې ولايت د ولايتي شورا مخالفت يوهسي بې ځايه کار دى، هغه وايي چې د ولايتي شورا استازو په تېرو څو کلونو کې د اولس د خلکو لپاره هيڅ هم نه دي کړي، او دا چې اوس بيا د انتخاباتو وخت را رسېدلى دى، نو د ولايتي شورا استازي هڅه کوي د دفتر په تړلو، په والي پسي د تورونو په لګولو په اولس کې محبوبيت پيداکړي او د غزني له خلکو څخه يو ځل بيا په چل او ول رايه ترلاسه کړي.


دا په داسي حال کې ده چې څه موده مخکې په خپله د غزني والي ډاکتر محمدعثمان عثماني رسنيو ته ويلي وو چې د نوي کال لپاره په غزني کې د بيارغونې د پروژو لپاره زياته بوديجه موجوده ده، چې دغه بوديجه به په غزني کې د ښوونځيو لپاره پر ودانيو، روغتيايي مرکزونو، د سړکونو پخولو او نورو پرمختيايي کارونو ولګول شي.

د والي ډاکتر عثماني په وينا چې ددغو پروژو په ترسره کولو به د غزني د خلکو په ژوندانه کې مثبت بدلونونه راشي، د ښاغلي عثماني په وينا دا چې غزنى  د ٢٠١٣ کال د اسلامي تمدن د پلازمېنې په توګه ټاکل شوى دى، نو دوى هڅه کوي چې په غزني کې د بيارغونې کارونه ښه ګړندي کړي.

هغه زياته کړه چې ددې ټولو کارونو د ترسره کولو لپاره پوره او ډاډمن امنيت ته اړتيا ده، چې دده په وينا اوس د غزني ولايت امنيت د تېر په پرتله څو برابره ښه شوى دى. د والي په خبره چې د غزني له خلکو سره يې ژمنه کړې چې په دې ولايت کې به پوره امنيت تامينوي، ترڅو خلک د امن په فضا کې د خوښۍ ژوند وکړي.

د۲۰۰۹  اپرېل د مياشتي پر ۲۳ نېټه د غزني والي ډاکټر عثمان عثماني  د يوه سړک د پرانستني د مراسمو پر مهال د لراوبر د غزني خبريال ته وويل چي که څه هم په وړاندي يې يو شمېر ورانکارو کړيو ناوړه تبليغات پيل کړي دي ، د غزني ولايت د مظلومو خلکو د خدمت لپاره به شپه او ورځ خپلو فعاليتونو ته ادامه ورکړي ، نوموړي وويل هغو کړيو ته به هيڅکله اجازه ورنکړي چي نا امني جوړه کړي ، د سړک پر غاړه د تلونکو مساپرو موټرونه وسوځي او په دې بهانه لاسته راغلي اوپراتيفي پيسې جيبونو ته واچوي او د غزني د مظلوم ولس لپاره په زرګونو ټنه د مرستي غنم په خپلو منځونو کي سره وويشي او له لاسته راغليو پيسو يې په ډوبۍ او اسلام اباد کي ماڼۍ وداني کړي .