کور / تازه خبرونه / حليم فدايي: د پوهني د وزير پلار تښتول سوى دئ

حليم فدايي: د پوهني د وزير پلار تښتول سوى دئ

د افغانستان د پوهني د وزير ډاكټر فاروق وردګ پلار د نامعلومو وسله والو له خوا تښتول سوى دئ.
د ميدان وردګو ولايت چارواكي وايي ۸۰ كلن خواجه مير د سيدآباد ولسوالي له مربوطاتو څخه تښتول سوى دئ.
د كاناډا يوه ټلوېزون د ميدان وردګو د والي حليم فدايي له خولې خبر وركړ، چي د ښاغلي وردګ پلار دوو موټرسايكل ناستو وسله والو تښتولى دئ.
د ډاكټر فاروق وردګ ورور شيرولي وردګ وايي تښتوونكو تر اوسه د دوى له كورنۍ سره تماس نه دئ نيولى چي څوك دي او ولي يې د دوى پلار تښتولى دئ.