دروسی منابعوانتر تاس اوريانوستي
دهندوستان د((PS LV )) په نامه هغه باليستيکي راکټ کوم چي کېداي سي د اتومي خوليود وتوغولو لپاره ورڅخه استفاده وي هوا ته وتوغاوه . دهندوستان دملي دفاع دوزارت دخبري اژانس دخبر له مخې دغې تو غندوي دوې سپوږمکۍ د ځمکی پر مخ دپېښو اوجرياناتو په هکله دمعلوماتو دترلاسه کولوپه موخه دهندوستان دشرقي ايالت دچندي پورداوريسا سيمي ته څېرمه دبنگال په خليج کښي دشريهاريکوټ له ستېشن څخه ددوشنبې په ورځ هواته وتوغول سوې .
د توغندۍ دتوغولوجريان دهندوستان ددولتي تلويزيون له لاري په مستقيمه توگه خپرېده . دغه توغندۍ په بری سره دکپسول نه جلا اوياد شوې سپوږمکۍ ئي دځمکي ځانگړي مدارته ورسولې .
د((RISAT-2)) سپوږمکۍ دکارپوهانوپه باورچي داسرائيلوپه مرسته جوړه شوې ، داسپوږمکۍ به دهواپه هغوشرايطوکښي فعاليت وکړي کوم چي ددفاعي موخولپاره ځيني استفاده کېداي سي .
داسپوږمکۍ به ددځمکنی پوځی عملياتولپاره دهندوستان له پوځ سره مرسته وکړي ..ژ
دوهمه سپوږمکۍ چي د((ANSAT)) په نامه يادېږي او۴۰ کيلوگرامه وزن لري اودهندي کارپوهانولخوا جوړه سوې ده پر ځمکه باندي دښارنوجوړلوپه موخه دځمکي پر مخ دکنترول اونظارت لپاره له هغې نه دگټي اخيستلو په موخه ددغې توغندی په مټه هواته توغول سوې ده .
هندوستان دځمکي پر مخ دکنترول اونظارت سپوږمکيودجوړولو په بازارپه کي يوله مخکښوهيوادونو څخه دۍ .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه