په جنيوا كي د ملګرو ملتونو له خوا د نژاد پرستۍ او تبعيض ضد كنفرانس د اېران ولسمشر احمدي نژاد په څرګندونو ګډوډ سو او له دې كنفرانس څخه د ۴۰ هيوادونو استازي د احتجاج په توګه ووتل.
ښاغلي نژاد وويل اسرائيل قوم پرستان دي او تر دوهمي نړيوالي جګړې وروسته يې په دې جنګ كي د يهودانو د ډله ايزو وژنو په بهانه پر فلسطين تېرى وكړ او د نړۍ د نورو مذهبونو سره تعصب كوي.
د اسرائيلو او امريكا استازو لا له مخكي په دې غونډه كي د ګډون له كولو څخه ډډه كړې وه او ويل چي ښايي هلته د دوى پر ضد ځيني څرګندوني وسي.
بلي خواته د ملګرو ملتونو منشي بانكي مون د ښاغلي نژاد پر څرګندونو اندېښنه څرګنده كړې چي د دوى غونډه يې له امله ګډه وډه سوه.
بانكي مون وايي د اېران ولسمشر ته يې تر غونډي دمخه لا ويلي وو، چي د نژاد او تبعيض ضد غونډه كي داسي څرګندوني ونكړي چي د غونډي له اهدافو سره په ټكر كي وي.