کور / تازه خبرونه / امريكا ۵۰۰ پوځي انجينران افغانستان ته ولېږل

امريكا ۵۰۰ پوځي انجينران افغانستان ته ولېږل

د امريكا د دفاع وزارت وايي له عراق څخه يې ۵۰۰ پوځي امريكايي انجينران افغانستان ته لېږلي، چي په بېلابېلو ولايتونو كي به ځاى پر ځاى سي.
دغه پوځيان به يو كال په افغانستان كي پاته سي او كار به يې د طالبانو د مخ پر زياتېدونكو ماينونو له منځه وړل او كشفول وي.
طالبانو په وروستيو مياشتو كي د بهرنيو او افغان ځواكونو په مقابل كي خپل جنګي تاكتيك ته بدلون وركړى او د ماينونو او چاودونكو موادو په ذريعه خارجيانو او افغان پوځيانو ته خورا درانه تلفات اړوي.