د سولي او ملي پخلايني د كمېسون په هلو ځلو د ۱۴ بنديانو د خوشي كېدو خبر وركړل سو.
د دغي ادارې له خوا يوه خپره سوې خبرپاڼه وايي د خوشي سويو كسانو دوسيې له امريكايانو سره تر څېړنو وروسته تړل سوي او له زندان څخه آزاد سول.
خبرپاڼه وايي خوشي سوو كسانو ژمنه كړې چي نور به د طالبانو سره د افغان حكومت په مقابل كي نه درېږي او د قانون درناوى به كوي.
د سولي او ملي پخلايني كمېسون چي د هيواد په ټولو ولايتونو كي مركزونه لري او له ۲۰۰۵ كال راهيسي د صبغت الله مجددي تر مشرۍ لاندي فعاليت كوي، په تېرو كلونو كي يې تر ۴۰۰۰ زيات د دولت مخالف وسله وال له حكومت سره همكارۍ ته جلب كړي دي.
همدا راز د دې ادارې مسئولين وايي په تېرو څلورو كلونو كي يې ۵۲۹ كسان د بګرام او ګونتانامو له زندان څخه راخوشي كړي دي.
ځيني شمېرني ښيي چي د بګرام په هوايي اډه كي اوس هم د ۲۰۰ په شاوخوا كي افغانان بېله كوم معلوم جرم او ثبوت څخه د امريكايانو له خوا بنديان دي.