ميني ته شم غاړه كه پښتو له لاسه ونيــسم
دواړه به ددواړواننګو له لا سـه ونيـــــسم
هم به دپښتو سرسلامت كړم هم دميني سـر
دواړه بــــه دميني په لوظو له لاسه ونيسم
زه بـه اقــتدا دوه امامانوپــــــسې وتـــــړم
دواړه به په غبرګو تكبيروله لاسه ونيــسم
وخت نه به متروكې او دورې دظلم واخلمه
اوښكې به دتار تارګريوانو له لاسه ونيسم
ياربه په غزل كې اوغزل به ياركې وپيرم
ټول به دفطرت د رنګينوله لاســه ونيــسم
خوابه دې ريحانه پري سړه رڼه توده كړمه
تــوره تروږمى به دتياروله لاسه ونيــــسم
۱۳۸۸/۱/۳۱