مولانا صوفي محمد د پاكستان پر قضايي سيسټم نيوكي وكړې او وايي د پاكستان قضايي چاري ټولي د اسلام خلاف دي.
صوفي محمد په سوات كي په رسمي توګه د شرعي حكومت تر نفاذ وروسته خپله لومړنۍ غونډه وكړه او ګډونوالو ته يې په وينا كي د پاكستان حكومت غير اسلامي وباله او د پاكستان د ستري محكمې او نورو محكمو كړني يې له اسلام سره په ټكر او د كفر د قانون سره سمي وبللي.