په كونړ كې د آيساف يو سرتېر ى ووژل شو
خپلواك غورځنګ _ غزني
ناټو ځواکونو ديوې خبرپاڼې په ترڅ کې ويلي دي چې دکونړ په ولايت کې يو سرتېرى وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي .
دناټو درسنيو ددفتر له لوري دلړم په ٢يمه، په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه سرتېري دمخالفو جنګياليو سره په نښته کې مړه او ژوبل شوي دي .
په خبر پاڼه كې ويل شوي دي چې نښته تېره ورځ هغه مهال رامنځته شوه چې د ناټو سرتېرو دمخالفينو پر يوه پټنځاى باندې بريد وكړ .
د يادونې وړ ده چې په خبر پاڼه كې د مخالفو جنګياليو د زيان په اړه څه نه دي ويل شوي دغه راز دوژل شوي سرتېري هويت هم پټ ساتل شوى دى .