کور / شعر / غزل

غزل

مغروره یارمی رانه مخ واړوی
زماله خولې نه چی سلګۍ راوځی


رویباره ورسه نقش دپل یی واخله
چی له کوم وره ګلالۍ راوځی


په الوتلی بڼه خواته راسی
لکه ددامه چی هوسۍ راوځی


ښایسته کلام دی پرسروشوڼدوښکاری
تازه ګلاب لکه غوټۍ راوځی


دتوری شپی غیږ کی لیلاپرته ده
که دوریځی نه سپوږمی راوځی


ستا دښایست صفت په زړه ستایم
ځکه دخولې نه می لنډۍ راوځی


صدیقی ورسه ورته مخ ونیسه
دپوری کلی شین خالۍ راوځی