کور / تازه خبرونه / رخشانه صابري دي له ټولو حقونو برخمنه سي

رخشانه صابري دي له ټولو حقونو برخمنه سي


د اېران جمهور رئيس محمود احمدي نژاد څاروانوالانو ته امر كړى رخشانه صابري له هر راز حقونو څخه برخمنه كړي.
صابري امريكا ته د جاسوسۍ په تور د اېران د محكمې له خوا په اته كلن بندمحكومه سوه، چي د امريكا حكومت يې د قضيې پر بې پريتوب باندي شك څرګند كړ.
د امريكا ولسمشر باراك اوباما وويل د اېران دې پرېكړي خواشينى كړى او هيلاري كلنټن وويل امريكا د محكمې پر بې پريتوب باندي شكمنه ده او هغې ته دي د استيناف حق وركړل سي.
رخشانه صابري د روان كال د جنوري په مياشت كي په اېران كي د خبريالۍ د اجازې نه درلودلو په تور ونيول سوه، چي وروسته امريكا ته په جاسوسۍ تورنه سوه.
يودېرش كلنه صابري د امريكا تابعيت لري او د اېران په مختلفوغير دولتي بشري سازمانونو كي يې كار كړى دئ.