تېره ورځ د سويلي پښتونخوا په سیف الله کلا سيمه کې د پښتو ادبي ټولنې په کور بتوب د پسرلي ګل مشاعره ترسره شوه چې د اټکل له مخې ورپکې د یو سل او پېنځوس شاعرانو او لیکوالانو په ګډون دوه سوه تنو برخه اخیستې وه .
یاده شوې مشاعره د سهار په یوولس بجې پیل او د ماسپښين په څلور بجې پای ته ورسېده .
په مشاعره کې د سويلي پښتونخوا د ټولو سيمو په شاعرانو ، ليکولانو او مينه والو سربېره د افغانستان د يو شمېر سیمو شاعرانو هم برخه لرله .
د مشاعرې پیل د قران کريم په سپېڅليو آیتونو باندې حافظ موسی خان وکړ ، وياندویان یې ، محب الله محسين ، واجد تږی ، او صابر روښان وو . مشري یې د پښتو د نړیوالې جرګې مرستيال او د پښتو ادبي غورځنګ مشر ښاغلي محمد صادق ژړک په غاړه درلوده . د پښتو ژبې سپين ږيري لیکوال ، شاعر او څېړونکي سید خير محمد عارف يې مشر مېلمه وو . چې تر څنګ يې ځوان او تکړه شاعر سعيد زابلی ، ډاکټر اورنګ زېب احساس اومحلي سندرغاړی دروېش کاکړ ناست وو .
د یادې مشاعرې مېلمه سید خیر محمد عارف د ترسره شوې مشاعرې په اړه وویل چې :
مشاعره خورا په زړه پورې وه .
دده په خبره نور بايد پښتانه شاعران یوازې په خبرو بسنه وونه کړي . او د عمل په ډګر کې دي هم ټکني ګامونه اوچت کړي .
دې ورته د مشاعرې مشر ښاغلي صادق ژړک بيا برخوالو ته په خپلو خبرو کې وويل چې :
نور مو نو پر مخ یوازې او یوازې د يوالي لاره پرانیستې پاتې ده . که یو نه شو د ورکېدو کندې ته غورځو .
دده وينا په ټولو پښتني سيمو کې مېشت هيڅ افغان کډوال دي وروسته له دې ځان د کډوالو په لړ کې نه شمېري . ځکه چې پشتون او افغان که هر چېرته دی یو وجود ګڼل کېږي .
د یادوونې وړ ده چې د مشاعرې په ورستۍ برخه کې د مشاعرې د مشر له خوا په کوېټه کې مېشت افغان خبریال سيد شاه سقيم ته دده د ازاد شعر او غزلې له غوراوي وروسته یو زر پاکستانۍ کالدارې د جايزې په توګه اعلان شوې چې د مشاعرې مېلمه سيد خېر محمد عارف بيا ښاغلي سقيم ته د یو لړ مراسمو د ترسره کېدو پر مهال د مشاعرې د برخوالو د درنو چکچو په بدرګه وسپارلې .
په دريځ ناست : سيد خير محمد عارف ، ډاکټر احساس ، محمد صادق ژړک ، سعيد زابلی او دروېش
محب الله ښېراز د شعر ويلو پر مهال
محمد صادق ژړک د وينا پر مهال
سيد خير محمد عارف د وينا پر مهال
د مشاعرې يوه څنډه.