کور / تازه خبرونه / د اطلاعات او كلتور وزير يو ځل بيا د باور رايي ترلاسه كړې

د اطلاعات او كلتور وزير يو ځل بيا د باور رايي ترلاسه كړې


د ولسي جرګې اكثره غړو د اطلاعات او كلتور وزير ته د باور رايي وركړې.
د جرګې په منځ كي د ښاغلي خرم د مخالفينو شمېر خورا لږ و او ډېرو وكيلانو د وزير عبدالكريم خرم دلايل د قناعت وړ وبلل او نوموړي يې پر دې دنده د پاتېدو وړ وباله.
پر ښاغلي خرم باندي د ولسي جرګې ځينو غړو چي ډېرى يې د متحدي جبهې غړي ول، تور لګولى وو چي د رسنيو قانون يې نه د ملي شورا تر تصويب وروسته نه دئ پلى كړى، خو ښاغلى خرم وايي دا قانون له هيڅ يوې قانوني مرجع له خوا د دوى وزارت ته د پلي كېدو دپاره نه دئ لېږل سوى.
د اطلاعاتو وزير عبدالكريم خرم د شنبې په ورځ هم د دغو تورنو د سپيناوي دپاره ولسي جرګې ته بلل سوى و.