کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

ترتیب: حمید مهمند.
نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د اپریل د میاشتې ۲۰ نیټه.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کمسیون دا غوښتنه راغستې چې جنګ سالاران دې په انتخاباتو کې سیالي نه کوي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې د اساسي قانون له مخې د وسلوالو ډلو مشران او غړي او همداراز په جنګي جنایتونو تورن کسان د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د سیالۍ حق نلري.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د پاکستان د یوې پښتنې سیاستوالې میرمن نسیم ولي په نقل لیکلي دي چې د پښتنو په خاره زیاتره غیر پښتانه جنګیږي.
ورځپاڼې د نوموړې په حواله وړاندې لیکلي دي چې همدا اوس په وزیرستان کې پنجابیان، ازبک، تاجک، عرب او چیچن تر پښتنو زیات دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ناټو د ځواکونو د عمومي قومندان په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او لیکلي دي چې د لومړي ځل لپاره د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په اصلي لاملونو اعتراف شوې دې.
د انیس دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د دولت د مخالفینو وړتیاوې څیړلي او لیکلي دي چې مخالفینو د سوړ جنګ وړتیاوې لوړې کړیدي.
ورخباڼې په افغانستان کې د امنیت او بیارغونې په روان بهیر هم تبصره کړې او لیکلي دي چې هم امنیت او هم بیارغونه یو نوي خوځښت ته اړتیا لري.
 ورځپاڼې خپل بل مطلب د سوات تړون ته ځانګړې کړې چې پکې ددې تړون په ستونزو او په افغانستان کې د هغې اغیزې څیړل شویدي.
د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم په وروستیو نړیوالو بریاو تبصره کړې او هغه يې د ستاینې وړ بللې.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي چې دا اوس په افغان حکومت او خلکو په اړه لري چې خپل اتلان وستايي او هغوې ته ضروري اسانتیاوې برابرې کړي.
ورخپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې د پاکستان د سوات په سیمه کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د شوې تړون په اړه پخپله تبصره کې لیکلي دي چې د سوات تړون د بشر حقوقو ته یو ستر ګواښ دې.
د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر دې وینا ته ځانګړې کړې چې پاکستان ډیر خطرناکه دې خو یوازې د افغانستان لپاره نه .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي چې له کله راهیسې چې د پاکستان حکومت له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړې د افغانستان په ختیځو سیمو کې ترورستي حملو زور اخستې دې.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې بیا په افغانستان کې د امن او ثبات د ټینګښت لپاره اقتصادي او کرنیزه وده ضروري بللې ده.
د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
هیواد پخپله سرمقاله کې له افغانستان سره په نړیوالو مرستو تبصره کړې او لیکلي دي چې د اتیا په سلو کې د هغو مرستو حساب له چا نه واخستلې شي چې د بهرنیانو لخوا لږول کیږي.
خو اصلاح بیا په کابل کې د د انسجام او همغږۍ د بورډ غونډې ته په اشارې لیکلي دي چې هیواد د بنسټیزو پروژو پلې کولو ته اړتیا لري.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د اطلاعاتو او کلتور د وزیر استیضاح ته په اشارې لیکلي دي چې نن به د ولسي جرګې په غونډه کې د ښاغلي خرم په برخه لیک خبرې وشي.
ورځپاڼې د جمهوري ریاست د کاندیدانو په اړه هم یو تفصیلي مضمون خپور کړې او غوښتنه يې کړې چې د انتخاباتو خپلواک کمسیون دې نه پرېږدي چې کاندیدان دې په ولس ملنډي ووهي.