په سعودي عربستان کي افغاني حاجيانو له ډلي څخه يوولس تنه تر اوسه پوري په حق رسيدلي دي ، په مکه مرکه مي د بعثه کمېټې مشر مولوي اسرارالحق وايي چي ددغه کسانو له ډلي څخه يې يو تن په ترافيکي پېښه کي او پاتي لس تنه يې په شفاخانو کي د ورپېښو شويو ناروغيو له امله مړه سوي دي .
مولوي اسرارالحق زياتوي چي يوازي يوه ميرمن تر اوسه په مدينه منوره کي مړه شوې او پاتي په مکه مکرمه کي په حق رسيدلي دي .
په مکه مکرمه کي د بعثه کمېټې د ورکو شويو او شهيدانو د کمېټې مشر مسول حاجي عبدالصمد شحه وويل چي په دغو کسانو کي شپږ تنې ميرمني او پنځه تنه نارينه حاجيان شامل دي .
نوموړي وويل چي ددغه کسانو د جنازې لمونځ په مکه مکرمه کي په حرم شريف کي اداشوی او بيا د حرم شريق په حريم کي د هغه شهيدانو په سيمه کي خاورو ته سپارل شوي کوم چي د جمرو ويشتلو په سيمه کي شهيدان کيږي او بيا دلته خاورو ته سپال کيږي .
رشحه وويل چي ددغو کسانو عمرونه د 55 کالو نه نيولی تر 75 کلونو پوري رسيدل .
د حج د مراسمو څخه د لراوبر ويبپاڼي د همکار حاجي حبيب الرحمن ابراهيمي له خوا راليږل سوي ښکلي عکسونه د لراوبر په عکسونو کي وګورئ .