دپاكستان د استخباراتي ادارو د كاركونكو له خوا په ږوب كې د محمداشرف سلېمانخېل په نامه يو تن نيول سوى دى
د مالوماتو له مخي د جنوبي پښتونخوا د ږوب ښار ته نژدې د سمبازد پر امنيتي چوكۍ دپاكستان د استخباراتي ادارو د كاركونكو له اړخه هغه تن چې محمداشرف سلېمانخېل نومېده نيولى او ناڅرګنډ ځاي ته يې وړى دى
ويل كيږي چې محمداشرف سلېمانخېل د جنوبي پښتونخوا د ږوب له لاري وزيرستان ته د تللو په تكل كې و
د يو بل خبر له مخي پاكستاني چارواكو د كوټي ښار په محبس كې بندي يو سل اته تنه د سزا له پوره كېدو ورسته خوشي كړي او د چمن پر پوله يې افغان چارواكو ته سپارلي دي
دغه كسان په بېلابېلو وختونو كې پاكستان ته د بېقانونه دخل په تور كې نول سوي او په زندان كې اچول سوي و