کور / تازه خبرونه / د ايساف عمومي قومندان زابل ته ځانګړی سفر درلود

د ايساف عمومي قومندان زابل ته ځانګړی سفر درلود

دایساف دځواکونو عمومی قوماندان دیوځانګړی سفر په ترځ کی دزابل دقومی سپن ږیرو اودولتی چارواکو سره لیده کاته وکړه
نوموړی دیوی جوړی شوی غوندی پرمهال له خلکوسره ژمنه وکړه چی دی به هیڅکله هم خپلو سرتیرو ته اجازه ورنه کړی چی دخلکوپه کورونو کی په خپل سرتلاشی وکړی .
ایساف ځواکونوعمومی قومندان جنرال مکن نن دیوځانګړی سفرپه ترځ دزابل دیوشمیر قومی سپین ږیرو اودولتی چارواکو سره دلیدنی پرمهال ژمنه وکړه چی دی به نورهیڅکله هم خپلو سرتیروته اجازه ورنه کړی چی په خپل سردخلکو په کورونو کی تلاشۍ وکړي ،
جنرال مکرنن وویل:
زه هیڅکله نه غواړم چی زماسرتیری ستاسوکورونو ته په خپل سرننوځي که چیرته ننوځی هم نوستاسوپولیس یاملی اردوبه ورسره ملګری وي .

نوموړی دخلکودهغه غوښتونو په بنسټ چی دځینو بندیاتودراخوشی کولوپه برخه کی یی درلودی وویل پردی اړه به کتنه وکړی ، نوموړی همداراززیاته کړه چی په لنډووختونوکی به یوځل بیادزابل له خلکو سره وګوری ،
دیادونی وړه ده چی دایساف ځواکونو دعمومی قومندان دا لمړی سفردی چی زابل ته یی کوی