کور / تازه خبرونه / فراه پنځه افغان پوليس او طالبان وژل سوي

فراه پنځه افغان پوليس او طالبان وژل سوي

په فراه كي د پوليسو پر يوه پوسته د طالبانو په حمله كي پنځه افغان پوليس وژل سوي دي.
د فراه د والي مرستيال محمديونس رسولي دغه حمله او مرګ ژوبله تائېدو او وايي د پوليسو په جوابي ډزو كي طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي وويل د دوى استخباراتي معلومات ښيي چي په دې حمله كي له افغان طالبانو سره عرب، چيچن او پاكستاني طالبان هم ليدل سوي دي.