د ونيزويلا ولسمشر هوګوشاويز وروسته له هغه په واشنګټن كي د خپل سفارت د خلاصولو پرېكړه وكړه، چي پرون يې له ولسمشر باراك اوباما سره د امريكا د لويي وچي د ۳۲ هيوادونو په سرمشريزه غونډه كي ګډون وكړ.
ښاغلي شاويز چي د امريكا په مخالفت كي خورا مشهور وو، پرون يې په لومړي ځل له باراك اوباما سره لاس وركړ او له يو بل سره يې مخامخ خبري وكړې.
د وينزويلا حكومت وايي د باراك اوباما له ادارې سره د بوش د هغې په څېر خراب اړېكى نه غواړي او هيله لري چي د سفارت په پرانيستو سره به د دواړو هيوادونو اړېكي له يو بل سره نور هم ښه سي.