کور / تازه خبرونه / د امريكا ولسمشر د اېران پرېكړي خوابدى كړ

د امريكا ولسمشر د اېران پرېكړي خوابدى كړ

رخشانه صابري


سپينه ماڼۍ وايي ولسمشر باراك اوباما د اېران د محكمې پر هغه پرېكړه خوابدى دئ چي اېران الاصله امريكايي ژورناليسته يې په اته كلن بند محكومه كړې ده.
يودېرش كلنه رخشانه صابري د روان كال په جنوري كي اېراني پوليسو د خبريالۍ د اجازې د نه درلودلو په تور ونيوله او وروسته يې امريكا ته د جاسوسۍ په تور زندان ته واچوله او پرون يې په اته كلن بند محكومه كړه.
د امريكا د بهرنيو چارو وزيره هيلاري كلنټن وايي د رخشانې صابري پر جزا دي له سره غور وسي.