په جنوبي وزيرستان كي پر يوه كور باندي چي ويل كېږي د القاعدې او طالبانو مركز وو، دوې توغندۍ لګېدلي، چي د مرګ ژوبلي په اړه يې دقيق معلومات نسته.
د فرانس پريس آژانس د پاكستاني مقاماتو په حواله وايي دا بريد د امريكا بې پيلوټه الوتكو كړى، چي ښايي مرګ ژوبله يې هم اړولې وي.
له سيمي څخه وركړل سوي تازه خبرونه وايي په دې حمله كي درې وسله وال مړه او پنځه نور ټپيان سوي دي.
د امريكا حكومت پر قبايلي سيمو بريدونو ته زور وركړى، خو د پاكستان حكومت ظاهراً د امريكا له دې حملو سره مخالفت ښيي او د امريكا څخه د پوځي مرستو غوښتنه كوي چي خپله به يې پاكستاني پوځيان د طالبانو پر ضد وكاروي.
خو د امريكا حكومت د پاكستان استخبارات په دوه مخي تورنوي او وايي له يوې خوا د امريكا او له بلي خوا له طالبانو سره مرسته كوي.