د افغانستان د عامي روغتيا وزارت د هيواد په پنځلسو ولايتونو كي د د پوليو ضد واكسين د پيلېدو خبر وركړ.
د روغتيا وزارت مقامات وايي دغه كمپاين به د ۲۰۰۸۱ كاركوونكو له خوا د كنړ، ننګرهار، لغمان، نورستان، لوګر، خوست، پكتيا، پكتيكا، غزني، زابل، كندهار، روزګان، فراه، هلمند او نيمروز په ولايتونو كي د درو ورځو په جريان كي بشپړ سي.
د عامي روغتيا وزير سيدمحمد امين فاطمي وويل په دغو ولايتونو كي به تر پنځه كالو د كم عمر دوه اعشاريه نه نيوي ميلونه كوچنيان واكسين سي.
نوموړي هيله وښوده چي دغه كمپاين به په ټولو ولسواليو او كليو كي په برياليتوب سره پاى ته ورسېږي او له كورنيو څخه يې وغوښتل چي خپل كوچنيان له پوليو يا كوزڼ څخه د مخنيوي په خاطر واكسين كړي.